اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان سره د چين د بشپړه مرستې او په خاص توګه د سي پېك لاندې روانه همكاري ستائېلو سره د دې په راروان پړاؤ د عملدرآمد په حاجت زور راوړے دے۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شهباز شریف سره د كميونسټ پارټي آف چائنا د نړيوالې څانګې نائب وزير سن هائي يان په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا …
وزیراعظم شهباز شریف سره د كميونسټ پارټي آف چائنا د نړيوالې څانګې نائب وزير سن هائي يان ملاقات ، د وزیراعظم لخوا د چين د مرستې هركلے٬ د سي پيك په راروان پړاؤ د عملدرآمد په حاجت زور
اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان سره د چين د بشپړه مرستې او په خاص توګه د سي پېك لاندې روانه همكاري ستائېلو سره د دې په راروان پړاؤ د عملدرآمد په حاجت زور راوړے دے۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شهباز شریف سره د كميونسټ پارټي آف چائنا د نړيوالې څانګې نائب وزير سن هائي يان په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې خاص مرستيال سید طارق فاطمی، چین لپاره د وزيراعظم خاص استازې او خارجه سېكرټري آمنه بلوچ هم موجود وه۔ وزيراعظم د معزز چينائي مېلمه او د هغه د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل دا دوره په دې اعتباره سره زياته مهمه ده چې دواړه هېوادونه د سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ ده ووئيل د دې كال پېل د پاكستان د نائب وزيراعظم او خارجه وزير د بيجنګ كاميابې دورې سره وشو او دغې څخه وروستو د پاكستان داخله وزير د شنګھائي دوره وكړه۔ وزيراعظم صدر شي جن پنګ او چينائي مشرتابه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ’’يو چين‘‘ پالیسۍ لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكې عزم پخلے هم وكړو۔ وزيراعظم د اقتصادي همكار په توګه پاكستان سره د چين لخوا پراخه مرسته او په خاص توګه د سي پېك لاندې همكاري وستائېله او د سي پېك په راروان پړاؤ يۍ د عملدرآمد په حاجت زور راوړو۔ ده صدر شي جن پنګ ته د روان كال په مهال د پاكستان د سركاري دورې بلنه هم تكرار كړه۔ د چين نائب وزير د وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل چين پاكستان سره د اوږدې مودې ازمائيلې شوې اړيكې په ټولو څانګو كښې د لا مضبوطولو عزم لري۔ ده په هېواد كښې د سياسي او اقتصادي استحكام په رامخې ته كولو وزيراعظم ته مباركي وركولو سره وويل د چين قام د پاكستان په سفارتي كاميابو وياړي۔ ده وزيراعظم خبر كړو چې کمیونسټ پارټی آف چائنا د پاكستان بېلو سياسي ګوندونو سره غوره اړيكې لري۔ ده واكمنۍ لپاره د سياسي قواؤ په يو موټې كولو كښې د وزيراعظم د لارښودنې كردار هم وستائېلو۔











