پېنډۍ 15 جنوري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په دوو كامياب عملياتو كښې د فتنة الخوارج 13 خوارج وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع سکيورټي فورسز په ضلع بنو كښې په انټيلي جنس بېسډ عمليات وكړل٬ په دې موقع امنيتي ځواكونو د خوارجو ژالې په موثره ډول په نخښه كړې او د ډزو په تبادله كښې …
امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې دوه كامياب عمليات٬ د فتنة الخوارج 13 خوارج ووژل شول
پېنډۍ 15 جنوري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په دوو كامياب عملياتو كښې د فتنة الخوارج 13 خوارج وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع سکيورټي فورسز په ضلع بنو كښې په انټيلي جنس بېسډ عمليات وكړل٬ په دې موقع امنيتي ځواكونو د خوارجو ژالې په موثره ډول په نخښه كړې او د ډزو په تبادله كښې 8 خوارج ووژل شول۔ دغسې سکيورټي فورسز په ضلع كرم كښې په يو بل آپريشن كښې 5 خوارج هم ووژل٬ دا كاروائي هم په انټيلي جنس بېسډ وشوه٬ په سيمه كښې موجود د هند سرپرستي لرونكې هر ډول خوارجو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشنز دوامداره دے٬ د نيشنل ايکشن پلان د وفاقي اپيکس کميټۍ د منظور كړي وژن “عزمِ استحکام” له مخئ سکيورټي فورسز او د پاکستان قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د ترهګرۍ په ضد د تعطل نه غېر كمپائن به بشپړه شدت سره روان وي دغسې چې هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ لعنت خاتمه وكړې شي










