اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سول سروس نړيوال معيار سره سمولو لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره د كاركردګۍ كتلو يو جامع او موثر نظام وضع كولو لپاره د سفارشات مرتب كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د مجوزه سول سروسز اصلاحات او د وزارتونو كاركردګۍ له د …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د مجوزه سول سروسز اصلاحات او د وزارتونو د كاركردګۍ جاج اغستو نظام په اړه غونډه
اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سول سروس نړيوال معيار سره سمولو لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره د كاركردګۍ كتلو يو جامع او موثر نظام وضع كولو لپاره د سفارشات مرتب كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د مجوزه سول سروسز اصلاحات او د وزارتونو كاركردګۍ له د جاج نظام لپاره د سفارشات په اړه د شورو په ورځ غونډه شوې۔ وزيراعظم غونډې كښې د هېواد د سول سروس نړيوال معيار سره سمولو لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره د كاركردګۍ جاج له د يو جامع او موثر نظام وضع كولو له د سفارشات مرتب كولو امر وكړو۔ ده د وفاقي سيکرټريز د کارکردګۍ جانچ لپاره د جامع او موثر نظام سفارشات مرتب كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ښې كاركردګۍ مظاهره كوونكو افسرانو ستائنه د سول سروسز مجموعي بهترۍ لپاره ډېره ضروري ده۔ ده امر وكړو چې اړونده كمېټۍ دې په سول سروس كښې ارتقائي خو ولې موثر او جامع اصلاحاتي سفارشات زر تر زره مرتب كړي٬ د افسرانو د کارکردګۍ جامع جاج اغستو سره دې د ترقۍ، مالي ګټې او د نورو اسانيو نظام لپاره سفارشات مرتب كړې شي۔ ده ووئيل په سول سروس كښې د اصلاحات مقصد موثر اولسي خدمت او د سهولتونو وركولو د لارې د اولس په ژوند كښې واضحه بهتري باوري كول دي، معاشي ښه والي او سماجي همكارۍ ٬ پرمختګ او خوشحالي لپاره ګڼ اړخيزه سول سروس اصلاحات ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي۔ ده امر وكړٶ چې د سول سروس مجوزه اصلاحات كښې دې د سول انتظاميه، د ټولو سروسز او ګروپس سټيک هولډرز سره بامعني مشاورت وكړے شي۔ ده ووئيل سول سروس د هر هېواد د ګورننس او اولسي خېر ښګړې بنيادي ډهانچه وي، د افسرانو کاركردګي او قابليت د حاضر دور د عصري تقاضو او په نړيواله كچه معيار سره سمولو لپاره دې خاص سفارشات مرتب كړے شي٬ وزيراعظم ووئېل سول سروسز اصلاحات لپاره جوړه كړې کميټي دې داسې سفارشات تجويز كړي كوم چې د عمل وړ، اوږد مهاله او د موثره اولسي سهولت سبب وګرځي۔ وزيراعظم زياته كړه چې د حکومت اصلاحاتي او د اولس په خېرښګړه د مشتمل پاليسو خواږه تر اولس رسولو لپاره سول سروسز د يوې بنيادي ډهانچې كردار لوبوي۔ په غونډه كښئ سول سروسز اصلاحات لپاره جوړې كړې كمېټۍ وزيراعظم ته تر اوسه په شوې مشاورت او سفارشات بريفنګ وركړو۔ په غونده كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، احسن اقبال، مصدق ملك، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر، د ټولو صوبو چيف سيکرټريز او اړوندو سرکاري عهديدارو ګډون وكړو۔











