د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د جمهوريه کرغزستان سفير کيليچ بيک سلطان وليدل

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د جمهوريه کرغزستان سفير کيليچ بيک سلطان د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع په دوه اړخيزه كلتوري مرسته او د اولسي روابطو په وده د خيالاتو څرګندونه شوې، نيشنل هيريټيج اينډ کلچر ډويژن ته په راتګ وفاقي وزير او سيکرټري د کرغز سفير تود هركلے وكړو۔ د …

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د جمهوريه کرغزستان سفير کيليچ بيک سلطان د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع په دوه اړخيزه كلتوري مرسته او د اولسي روابطو په وده د خيالاتو څرګندونه شوې، نيشنل هيريټيج اينډ کلچر ډويژن ته په راتګ وفاقي وزير او سيکرټري د کرغز سفير تود هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د کرغزستان صدر صادِر نورګوزوئيوچ ژاپاروف او د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوسنۍ غونډې حواله وركړه چې پكښې په دوه اړخيزه چارو په خاص توګه د اولسي روابطو په وده د خيالاتو څرګندونه شوې وه۔ سفير خبر كړے شو چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د خارجه وزارت د امر په رڼا كښې په اسلام آباد كښې د مارچ كال 2026 په پائ كښې د کرغز کلچرل ډېز كولو پلان دے٬ په دې دستورو كښې به د کرغز دستکاري، خوراكونه، روايتي لباس، آرټ و فوټو ګرافي نندارتون، فلم شو، موسيقي او د رقص پشمول كلتوري هلې ځلې شاملې وي او د پاکستان حکومت به د مېلمه پلاوي لپاره د مېلمستيا انتظام كوي۔ په ملاقات كښې دا هم ووئيل شول پاكستان د نوروز دستورو كولو هم اراده لري چې پكښې به د کرغزستان پشمول بېلا بېل هېوادونه رابللې شي۔ د ملاقات په پائې كښې د دواړو مشرانو ترمېنځه د سووينئرز تبادله وشوه چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كلتوري اړيكو د لا قوي كولو د عزم څرګندونه كېږي

مزید خبریں