اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاق وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت په مكمل اقتصادي اصلاحات عمل كوي٬ تر جون مياشتې به ټولې حكومتي ادائيګۍ ډيجيټل چينلز ته منتقل كړې شي٬ معاشي اصلاحات سره پرمختګ ممكن دے۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د’’ پاکستان پالیسی ډائیلاګ‘‘ پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په بېلو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے او …
حكومت په مكمل اقتصادي اصلاحات عمل كوي٬ تر جون مياشتې به ټولې حكومتي ادائيګۍ ډيجيټل چينلز ته منتقل كړې شي ، د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب د ’’پاکستان پالیسی ډائیلاګ‘‘ پرانستې غونډې ته خطاب
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاق وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت په مكمل اقتصادي اصلاحات عمل كوي٬ تر جون مياشتې به ټولې حكومتي ادائيګۍ ډيجيټل چينلز ته منتقل كړې شي٬ معاشي اصلاحات سره پرمختګ ممكن دے۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د’’ پاکستان پالیسی ډائیلاګ‘‘ پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په بېلو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے او مونږ دا ګڼو چې معاشي اصلاحات سره پرمختګ ممكن دے۔ ده ووئيل نجي څانګه د ترقۍ انجڼ دے٬ د معيشت بهترۍ لپاره روانو هڅو كښې به نجي څانګې له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل زيات ټېكس او د توان زيات قيمتونه كاروبار لپاره جدي مسئلې دي۔ حکومت ټېرف معقول جوړولو له اقدامات كوي٬ ټېكس پاليسي اېف بي آر څخه د خزانې وزارت ته منتقل كړې شوې چې مقصد يۍ پالېسي سازي او د ټېكس وصولۍ عمل يو بل څخه جلا كول دي۔ ده وئيل بېنكارۍ څخه بهر كسان او ادارې په باقاعده مالياتي نظام كښې شاملول دي۔ ده ووئيل په ترسيلات زر كښې اضافه خوشبينه ده۔ تېر كال د دې حجم 38 اربه ډالر ؤ او سږ كال د 41 ارب ډالره امكان دے۔ ده ووئيل د پورونو بهتر انتظام لپاره د اقدامات لړۍ روانه ده چې په نتيجه كښې يې د پورونو ادائيګي ښه شوې ده۔ ده ووئيل 24 سرکاری ادارې نجكاري كمېشن ته سپارلې شوي دي۔ ده ووئيل په سركاري ادارو كښې هر كال نزدې د يو زر ارب روپو خسارې سره مخ كېږو ۔ ده ووئيل د حكومتي اصلاحات مقصد په ملكي خزانې فشار كمول او معيشت مستحكمول دي۔ ده ووئيل په سرمايه كارۍ كښې كښی اضافې لپاره د اقدامات لړۍ روانه ده٬ خصوصي سرمايه كاري كونسل د 3.5 ارب ډالر سرمايه كاري مكمل كړې ده٬ رېكوډك منصوبه پاكستان لپاره ګټوره ده۔ دې منصوبې څخه به كال 2028 كښې برآمدات پېل شي او په اولني كال كښې د 2.8ارب ډالر برآمدات امكان لري۔ وفاقي وزير ووئيل د ټېلي نار په ټرانزېکشنز كښې 400 ملین ډالر نړيوال مالياتي كارپورېشن راكړې دي۔ ده ووئيل نړيوال سرمايه كار هم په پاكستان كښې په سرمايه كارۍ باور لري او د او سي سي آئي سروے څخه د دې عكاسي كيږي۔ په دې سروے كښې ٧٣ فيصد سرمايه كارانو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه د ډاډ وړ هيلې څرګندې كړې دي۔(











