اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي چې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه سي اي پي اے تكنيكي مذاكرات حتمي پړاؤ ته ننوتلې دي۔ دواړه هېوادونه به ډېر زر لوظنامه لاس ليك كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د يو اے اي سفير سالم اېم الزعبي سره ملاقات كښې وكړه۔ د تجارت وزير ووئيل د تکنیکی ډلو خواري …
د پاكستان او متحدہ عرب امارات ترمينځه په سی ای پی اے تكنيكي مذاكرات حتمي پړاؤ ته ورسيدل، د ټولشموله اقتصادي همكارۍ لوظنامه به ډېره زر عملي شي: وفاقي وزير جام كمال خان
اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي چې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه سي اي پي اے تكنيكي مذاكرات حتمي پړاؤ ته ننوتلې دي۔ دواړه هېوادونه به ډېر زر لوظنامه لاس ليك كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د يو اے اي سفير سالم اېم الزعبي سره ملاقات كښې وكړه۔ د تجارت وزير ووئيل د تکنیکی ډلو خواري به رنګ راوړي٬ سی ای پی اے لوظنامه به ډېره زر عملي شي۔ په دې موقع د متحده عرب امارات سفير ووئيل چې د پاكستان معاشي اصلاحات سره د كاروبار چاپېريال مخ په ښه كېدو دے۔ ده ووئيل د سي اي پي اے د لارې به د پاكستان او يو اے اي اړيكې نوې معاشي جهت اختيار كړي۔ ده زياته كړه چې سی ای پی اے لوظنامه به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت لا زيات كړي۔











