هارون اختر خان سره د وزيراعلی سرفراز بګټي ملاقات ٬ په صوبه كښې ايس ايم ايز ته وده وركولو له په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان سره د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د صنعت او پېداوار وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې مائيكرو ٬ سمال اېنډ مېډیم انټرپرائزز (اېس اېم اېز) ته وده وركولو له په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د …

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان سره د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د صنعت او پېداوار وزارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې مائيكرو ٬ سمال اېنډ مېډیم انټرپرائزز (اېس اېم اېز) ته وده وركولو له په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات خاص مرستيال هارون اختر خان د بلوچستان وزيراعلی ته ووئيل چې د وزیر اعظم شهباز شریف وژن په ګرد هېواد كښې اېس اېم ايز ته وده وركول او په خاص توګه مېرمنې په معاشي توګه په خپلو پښو اودرول دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د هدايت له مخې صوبې په ګډه د هېواد مائيكرو ٬ سمال او مېډيم انټرپرائزز ته وده وركولې شي۔ هارون اختر خان ووئيل چې اېس اېم ايز ته په وده وركولو كښې د صوبو كردار زيات مهم دے او په بلوچستان كښې ددې بلها موقعې موجود دي چرته چې محنتي او صلاحيت لرونكې افرادي قوت شتون لري۔ ده ووئيل اېس اېم ايز ته وده وركولو له به د بلوچستان حكومت سره يو مشتركه ټاسك فورس جوړولے شي كوم به چې په زرعي بنياد اېس اېم ايز ٬ لائيوسټاك ٬ ځوانان او مېرمنې په خپلو پښو د اودرولو په په منصوبو كار كوي۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي وويل چې د بلوچستان حكومت اېس اېم ايز ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده باور وركړو چې د وفاقي حكومت په مرسته به بلوچستان په هره څانګه كښې اېس اېم ايز ته وده وركولو له بشپړه اقدامات كوي۔ خاص مرستيال اېس اېم ايز ته وده وركولو له د وزيراعلی د هڅو ستائنه وكړه او د وفاقي حكومت لخوا يۍ هغه ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔

مزید خبریں