د هند او نیوزی لینډ ډلو تر مينځه د 3 ون ډے میچونو د سیریز دويم میچ د شورو په ورځ كېږي

نوے ډہلے۔13جنوري (اے پي پي) د هند او نیوزی لینډ کرکټ ډلو تر مينځه د دريو يو ورځنو د نړيوالو میچونو د سیریز دويم میچ سبا د ( شورو ) په ورځ نرنجن شاہ سټیډیم كښې د کھنډھیري ،راجکوټ په مقام كېږي ۔ د سپورټس ویب بانې تر مخه د هند ډلې ته د کیوي ډلې خلاف د دريو میچونو په سیریز كښې د 0-1 وړاندې والے تر لاسه دے …

نوے ډہلے۔13جنوري (اے پي پي) د هند او نیوزی لینډ کرکټ ډلو تر مينځه د دريو يو ورځنو د نړيوالو میچونو د سیریز دويم میچ سبا د ( شورو ) په ورځ نرنجن شاہ سټیډیم كښې د کھنډھیري ،راجکوټ په مقام كېږي ۔ د سپورټس ویب بانې تر مخه د هند ډلې ته د کیوي ډلې خلاف د دريو میچونو په سیریز كښې د 0-1 وړاندې والے تر لاسه دے ۔ هند په وړومبي يو ورځني کرکټ میچ كښې د کیوي ډلې ته په 4 وکټونو ماتې وركړې وه۔ د نیوزی لینډ ډله د خپلې هند دورې په مهال د كوربه ډلې په ضد به د درېو يو ورځنو او 5 ټي ټونټي میچوں سیریز كوي ۔ د دواړو ډلو تر مينځه د 3 ون ډے میچونو د سیریز دويم میچ د شورو په ورځ نرنجن شاہ سټیډیم، کھنډھیري ،راجکوټ كښې كېږي ۔ د هند ډلې مشري به سوریا کماریادیو کوي او د کیوي ډلې به مچل سینټنر کوي ۔ د ون ډے کرکټ میچونو د سیریز دريم او وروستے میچ به په 18جنوري هولکر کرکټ سټیډیم ،اندور كښې كېږي ۔ د ون ډے سیریز مکمل كولو نه بس به د نیوزي لینډ ډله ناګپور ته رسي چرته به چې د 5 ټي ټونټي میچونو د سیریز وړومبے میچ په 21جنورۍ كېږي ، دويم ټي ټونټي میچ به په 23 جنوري رائےپور،دريم په 25 مه جنورۍ ګوهاټي ،څلورم په 28 جنورۍ وشاکاپټنم او پينځم او ورورستے ټي ټونټي میچ به په 31 جنورۍ تھیروواناتھا پورام كښې كولې شي

مزید خبریں