اسلام آباد ۔ 13 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او سري لنكا دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره كلتوري مرستې ته په وده وركولو اتفاق وكړے شو چې پكښې به په خاص توګه تاريخي ورثه ٬ فنون او مذهبي سېلګرۍ ته پام لرنه كېبږي ۔ دا اتفاق پاكستان كښې د نېشنل هيرېټېج اېنډ كلچر ډويژن دفتر كښې د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كهجې ٬ د …
د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير سره د سري لنكا سفير ملاقات ٬ د دواړو هېوادونو تر مينځه مرستې او د مذهبي سېلګرۍ ودې ته اتفاق
اسلام آباد ۔ 13 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او سري لنكا دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره كلتوري مرستې ته په وده وركولو اتفاق وكړے شو چې پكښې به په خاص توګه تاريخي ورثه ٬ فنون او مذهبي سېلګرۍ ته پام لرنه كېبږي ۔ دا اتفاق پاكستان كښې د نېشنل هيرېټېج اېنډ كلچر ډويژن دفتر كښې د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كهجې ٬ د نېشنل هېرټېج اېنډ كلچر ډوېژن سېكرټري اسد رحمان ګېلاني او د سر لنكا سفير رېئر ايډمرل (ر) فريډ سينويراټن ترمينځه په شوي ملااقات كښې راغلې ده۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د تاريخي او كلتوري ورثه ٬ فنون او د روايتي كلتور په وده زور راوړلے شو۔ دوتړو ډلو د شريكو كلتوزري نندارتونو٬ د هنرونو نندارتونونو او د تاريخي پروګارمز په تابيا كولو اهميت رڼا واچولهخ٬ دغسې چې د پاكستنان او سري لنكا هنرمندو ٬ فنكارانو او كلتوري ادارو ته د خپل كار د ښودلو موقعې وركرې شي۔ وفاقي وزير د كلتوري سفارتكارۍ مضبوطولو لپاره د حكومت عزم څرګندولو سره ووئېل وزيراعظم د شريكو كلتوري منصوبو د راجژرولو خوښي لري











