اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ(اي سي سي) په پنجاب كښې تل پاتي پرمختيائي هدفونو سر كولو پروګرام لپاره د دوه اربه روپو او دفاعي خدمات لپاره د 5.081 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړې ده ٬ په غونډه كښې فلم اينډ ډرامه فنانس فنډ لپاره د 700 ملين روپو بېلولو هم منظوري وركړې شوه۔ د اقتصادي رابطه کميټۍ غونډه د نهې …
اي سي سي په پنجاب كښې تل پاتي پرمختيائي هدفونو سر كولو پروګرام لپاره د دوه اربه روپو او دفاعي خدمات لپاره د 5.081 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړه
اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ(اي سي سي) په پنجاب كښې تل پاتي پرمختيائي هدفونو سر كولو پروګرام لپاره د دوه اربه روپو او دفاعي خدمات لپاره د 5.081 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړې ده ٬ په غونډه كښې فلم اينډ ډرامه فنانس فنډ لپاره د 700 ملين روپو بېلولو هم منظوري وركړې شوه۔ د اقتصادي رابطه کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د بېلو وزارتونو او ډويژنز لخوا د وړاندې كړے شوو يو شمېر تجويزونو او سمريز جاج واخستلے شو چې پكښې د تکنيکي ضمني ګرانټس د اجراء درخواستونو سره سره نورې مهمې پاليسۍ او انتظامي چارې شاملې وې۔ په غونډه كښې د دفاع ډويژن لخوا په وړاندې كړو دوه جلا جلا سمرو اي سي سي د سږني كال په مهال پنجاب كښې تل پاتي پرمختيائي هدفونو سر كولو پروګرام (اېس اے پي) لپاره د دوه اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړه۔ کميټۍ دفاعي خدمات لپاره د 5.081 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړه چې پكښې د كار استعداد كښې اضافه، د بنيادي ډھانچې ترقي، کميونټي رابطه کاري او سائبر سکيورټي شامله ده ٬ اي سي سي پرېكړه وكړه چې دا فنډز به مرحله وار جاري كولې شي او چې دا خرڅونه د مستقل نوعيت دي دې لپاره به اړوند رقم د راتلونكي مالي كال څخه په باقاعده توګه دفاعي بجټ كښې شاملولې شي۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د وړاندې كړې د قامي فلم او خپرونو پاليسي 2018 له مخئ جوړ كړي فلم اينډ ډرامه فنانس فنډ لپاره د يو ارب روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ د درخواست جاج واخستلے شو ٬ د دې اقدام مقصد د پاکستان فلم او ډرامه انډسټري مضبوطول او ذمه وره او د اعليٰ معيار سکرين موادو د لارې په قامي او نړيوال فورمز د هېواد تزويراتي بيانيې ته وده وركول دي۔ اي سي سي د 700 ملين روپو بېلولو منظوري وركولو سره امر وكړو وزارت دې شپږ ماشتې پس کميټۍ ته د فنډز د استعمال په اړه رپورټ وړاندې كړې كوم چې په واضحه توګه د متعين كړې كليدي کارکردګۍ اشارو له مخې وي او دا خبره دې باوري كړي چې خرڅونه دي مسابقتي او په سپېځلې ډول وكړے شي چې پكښې د څانګې د اعليٰ معيار پيشه وره مواد جوړونكو شموليت باوري وي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اويس احمد لغاري، علي پرويز ملک، قيصر احمد شيخ، جام کمال خان، احسن اقبال او د صنعت او پيداوار ډويژن لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان ګډون وكړ٬ د دې نه علاوه د اړوندو وزارتونو، ډويژنز او ريګوليټري ادارو وفاقي سيکريټريز او نوړ لوړ پوري هم په غونډه كښې موجود وو











