د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د اماراتي پلاوي ملاقات، د امیګریشن عمل په لا آسانونو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔13جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سره ډائریکټر جنرل کسټمز و پورټ سکیورټي احمد بن لاحج الفلاسي په مشرۍ كښې د متحدہ عرب امارات پلاوي ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاک-یو اے اي اړيكو ، شرېكې مرستې او د مسافرو لپاره د امیګریشن عمل لا آسانولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې ۔ملاقات كښې په دې امر اتفاق وشو چې پاکستان او د متحدہ …

اسلام آباد۔13جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سره ډائریکټر جنرل کسټمز و پورټ سکیورټي احمد بن لاحج الفلاسي په مشرۍ كښې د متحدہ عرب امارات پلاوي ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاک-یو اے اي اړيكو ، شرېكې مرستې او د مسافرو لپاره د امیګریشن عمل لا آسانولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې ۔ملاقات كښې په دې امر اتفاق وشو چې پاکستان او د متحدہ عرب امارات تر مينځه د ’’پري امیګریشن کلیئرنس‘‘ په اړه به رسمي لوظ نامه كولې شي ۔ د دې نوي نظام پېل به په ابتدائي توګه په پائلټ بنیادوونو كولې شي او د پائلټ منصوبې پېل به د کراچۍ نه كولې شي ۔ وفاقی وزیرِ محسن نقوي په دې موقع خبرو كښې ووئېل د پري امیګریشن کلیئرنس تر مخه د مسافرو امیګریشن او متعلقه کلیئرنس به هم پاکستان كښې مکمل كولې شي او د دې نظام نفاذ نه پس چې كله مسافر متحدہ عرب امارات ته رسي نو هغوي ته به د امیګریشن د اوږدې کارروائۍ نه د تېرېدو ضرورت نه وي او هغوي به لكه د ډومیسټک مسافر نيغ د ایئرپورټ نه بهر وتلے شي ۔ ده ووئېل دې اقدام څخه به سفر كښې سهولت، د وخت بچت او د مسافرو لپاره مجموعي تجربه ښه شي ۔ د یو اے ای پلاوي دا اقدام د واړو هېوادونو لپاره ګټور ګرځولو سره د مرستې عزم څرګند كړو ۔ په ملاقات كښې تر سره شوه چې د پائلټ منصوبې انتظامي و تکنیکي چارو ته به حتمي شکل وركولو لپاره د اړوندو چارواكو رابطه روانه ساتلې شي او د کامیاب پائلټ نه پس به دې نظام له پرله پسې تر نورو ځايونو پراختيا وركولې شي۔ پلاوي كښې ایګزیکټو ډائریکټر ډیجیټل ټرانسفارمیشن جما عبداللہ القابي ، ایګزیکټو ډائریکټر ایئرپورټس حماد سیف المشغوني او نور اعلیٰ چارواكي شامل وو ۔ملاقات كښې وزیرِ مملکت طلال چوهدري او وفاقیدي دالخه سیکرټري خرم آغا هم موجود وو ۔

مزید خبریں