اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري ايوان ته ووئيل اسلام آباد كښې يوازې ھغه ونې لرې كړې شوي دي كومې چې انساني صحت لپاره زيان رسونكې وې او دا عمل د سپريم کورټ او هائي کورټ د احکاماتو په رڼا كښې د بشپړه سائنسي سروے نه وروستو شوے ٬ 29 زره 115 ونې وهلې شوي او د لس فټه نه زياتې لوړې …
اسلام آباد كښې ګرين ايريا لږه نه زياته شوې ده٬ د صحت لپاره زيانمندې ونې د عدالت په امر لرې كړې شوي۔ طلال چوهدري
اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري ايوان ته ووئيل اسلام آباد كښې يوازې ھغه ونې لرې كړې شوي دي كومې چې انساني صحت لپاره زيان رسونكې وې او دا عمل د سپريم کورټ او هائي کورټ د احکاماتو په رڼا كښې د بشپړه سائنسي سروے نه وروستو شوے ٬ 29 زره 115 ونې وهلې شوي او د لس فټه نه زياتې لوړې 40 زره ونې نال كړې شوي دي٬ تر 30 مارچ به هم په دغه ځايونو كښې نورې 60 زره ونې ولګوٶ۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د محمد رياض فتيانه د اعتراض په نكته د حكومت لخوا وضاحت كښې طلال چوهدري ووئيل د اسلام آباد آبادولو په وخت د فضا څخه په تخم پاشۍ چې كومه شجركاري شوې وه په ھغې كښې د پيپر ملبيري په څېر قسمونه ټوكيدلي كوم چې د الرجي او نورو رنځونو سبب جوړېدل۔ ده واضحه كړه چې په 2009 او 2024 كښې د عدالتي پرېكړو نه پس د ځنګلات د پوهانو كمېټي جوره شوه او د ھغې كمېټۍ د رپورټ په رڼا كښې ھغه د صحت لپاره زيان رسونكې ونې لرې كولو لپاره باقاعده ايس او پيز وضع كړے شول۔ وزير مملکت د ونو د شمېرو په حواله ووئيل اسلام آباد څخه29 زره 115 ونې وهلې شوي او د لس فټه نه زياتې لوړې 40 زره ونې لګولې شوي٬ تر 30 مارچ به هم په دغه ځايونو كښې نورې 60 زره ونې لګوٶ۔ ده ادعا وكړه چې د يوې ونې په بدل د څلورو نه زياتې ونې لګولې شوې دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد د ګرين ايريا نګراني سپارکو، ګوګل ميپ او NDVI (اين ډي وي آئي) په څېر د نړيوال معيار په طريقو كېږي











