د چيف جسټس آف پاكستان په مشرۍ كښې د جوډيشل كمېشن آف پاكستان غونډه

اسلام آباد۔ 12 جنوري (اے پي پي) د جوډيشل كمېشن آف پاكستان غونډه د ګل په ورځ د سپريم كورټ آف پاكستان په كانفرنس روم كښې وشوه۔ د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې نه جاري بيان تر مخه د غونډې مشري چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحي افريدي د چيئرمېن په توګه وكړه۔ په غونډه كښې په مهمو اداره جاتي او پاليسي چارو غور وكړے شو ٬ دغسې د …

اسلام آباد۔ 12 جنوري (اے پي پي) د جوډيشل كمېشن آف پاكستان غونډه د ګل په ورځ د سپريم كورټ آف پاكستان په كانفرنس روم كښې وشوه۔ د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې نه جاري بيان تر مخه د غونډې مشري چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحي افريدي د چيئرمېن په توګه وكړه۔ په غونډه كښې په مهمو اداره جاتي او پاليسي چارو غور وكړے شو ٬ دغسې د بلوجستان هائي كورټ او اسلام آباد هائي كورټ د ايډېشنل ججز مستقل كولو په اړه هم سفارشات وكړے شول۔ د آئين ارتيكل 2175 )A ) تر مخه جوړ كور كمېشن د هائي كورټ په آئيني بنچز كښې د نامزدګيو د معيار ٬ عدالتي تقرر لپاره د كانديدانو د انټرويو په طريقه كار او د جوډيشل كمېشن آف پاكستان (ججز تقرري )رولز 2024 كښې د وفاقي آئيني عدالت كښې د تقرر په اړه په مجوزه بدلون غور وشو۔ د تفصيلي غور نه پس كمېشن اړوندې كمېټۍ ته اختيار وركړو چې هغه د دې چارو په باريك بينۍ جاج واخلي او د اڼتريويوز د طريقه كار او قواعد كښې د تراميم په اړه شفارشات مرتب كولو سره كمېشن ته وړاندې كړي۔ د غونډې په مهال كمېشن د اكثريت غړو په رائے د اسلام آباد هائي كورټ ايډيشنل ججز په توګه د مستقل ججانو د توثيق سفارش وكړو د كومو چې د كوائف ٬ پس منظر او د اړوندو موادو جاج واغستلے شو چې پكښې جسټس محمد اعظم خان ايډيشنل جج اسلام آباد هائي كورټ ٬ جسټس محمد آصف ايډيشنل جج اسلام آباد هائي كورټ ٬ جسټس انعام امين منهاس ايډيشنل جج اسلام آباد هائي كورټ شامل دي۔ دغسې كمېشن په اتفاق سره د جسټس نجم الدين مينګل ايديشنل جج بلوجستان هائي كورټ د مستقل جج په توګه شفارش وكړو خو د اكثريتي پرېكړې تر مخه د جسټس ايوب خان د ايډېشنل جج بلوجستان هائي كورټ د مستقلۍ سفارش ونه كړے شو۔

مزید خبریں