خارجه سيکرټري آمنه بلوچ د پنځه ورځني سائبر صلاحيت جوړولو او د پاليسي تربيي د پروګرام پرانسته وكړه

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) خارجه سيکرټري آمنه بلوچ د پنځه ورځني سائبر صلاحيت سازۍ او پاليسي تربيي د پروګرام پرانسته كړې ده ٬ دا پروګرام د ملګرو ملتونو د تخفيف ويپن تحقيق په همكارۍ او د كاناډا ګلوبل افيئرز په معاونت سره كېږي چې مقصد ېې رامخې ته كېدونكې سائبر خطرې او سائبر سپيس كښې د حکمرانۍ چيلنجز مخنيوي لپاره قامي صلاحيتونه مضبوطول دي۔ د خارجه دفتر …

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) خارجه سيکرټري آمنه بلوچ د پنځه ورځني سائبر صلاحيت سازۍ او پاليسي تربيي د پروګرام پرانسته كړې ده ٬ دا پروګرام د ملګرو ملتونو د تخفيف ويپن تحقيق په همكارۍ او د كاناډا ګلوبل افيئرز په معاونت سره كېږي چې مقصد ېې رامخې ته كېدونكې سائبر خطرې او سائبر سپيس كښې د حکمرانۍ چيلنجز مخنيوي لپاره قامي صلاحيتونه مضبوطول دي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې سيکرټري خارجه آمنه بلوچ قامي استحکام، نړيوال امن او سلامتيا او تل پاتې پرمختګ لپاره د سائبر سکيورټي په زيات شوي اهميت رڼا واچوله٬ دې د معلومات او مواصلات د ټيکنالوجۍ (آئي سي ټي) سکيورټي په اړه په ګڼ اړخيزه عمل كښې د پاكستان په فعاله كردار رڼا واچوله ٬ په خاص توګه سائبر سپيس كښې د رياستونو ذمه وارې رويې لپاره د ملګرو ملتونو د فريم ورك په تناظر كښې چې پكښې نړيوال قانون، رضاکارانه اصول، د اعتماد سازۍ اقدامات او د صلاحيت سازۍ اقدامات شامل دي۔ دې زور راوړو چې د مشترکه سائبر چيلنجز لاره نيولو لپاره جامع نړيواله مرسته ضروري ده۔ په پرانستې غونډه كښې په نورو مقررينو كښې رابن ګائس (ډائريکټر، يو اين آئي ډي آئي آر)، پاکستان كښې د کاناډا هائي کمشنر طارق علي خان او په پاکستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ شامل وو

مزید خبریں