مس انفارميشن د موجوده دور تر ټولو لوي او سنګين چېلنج دے٬ حکومت، ميډيا، تعليمي ادارو او سول سوسائټۍ له به د دې چيلنج لاره نيولو لپاره خپل كردار لوبول دي۔ عطاء الله تارړ

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي مس انفارميشن د موجوده دور تر ټولو لوي او سنګين چېلنج دے٬ حکومت، ميډيا، تعليمي ادارو او سول سوسائټۍ له به د دې چيلنج لاره نيولو لپاره خپل كردار لوبول دي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ په كراچۍ كښې د آئي بي اے تر سېوري لاندې ډائيلاګ ‘‘Can Facts Survive …

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي مس انفارميشن د موجوده دور تر ټولو لوي او سنګين چېلنج دے٬ حکومت، ميډيا، تعليمي ادارو او سول سوسائټۍ له به د دې چيلنج لاره نيولو لپاره خپل كردار لوبول دي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ په كراچۍ كښې د آئي بي اے تر سېوري لاندې ډائيلاګ ‘‘Can Facts Survive AI? Fighting Misinformation Together’’ ته خپلې ورچوېل وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير د دې مهمې دستورې په تابيا د آئي بي اے، سينټر فار ايکسيلنس ان جرنلزم او د يو اېن ډي پي مننې كولو سره ووئيل غلط معلومات د موجوده دور يو لوي چېلنج جوړ شوے او د مصنوعي ذېركتيا ودې نه وروستو د غلطو معلوماتو لاره نيول نوره ګرانه شوې ده۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزير په توګه ما د دې چېلنج مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات كړي چې پكښې د پاکستان د وړومبني ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ جوړول شامل دي كومه چې اوس د اطلاعات او خپرونو وزارتِ اړوند اداره ده ۔ ده ووئيل د وزارت د سوشل ميډيا پليټ فارمز د لارې د معلومات تصديق كېږي او په ناسمو خبرونو باقاعده د فيك انفارميشن ليبل لګولے كېږي۔ ده ووئيل آئي ويريفائي په قامي او نړيواله كچه خپل ځاے جوړ كړے دے ، دا ډېر د ډاډ وړ اقدام دے٬ آئي بي اے د آئي ويريفائي پاکستان جوړولو په اړه غوره كار كړے دے چا چې په سختو وختونو كښې د غلطو معلوماتو په موثره ډول لاره نيولو كښې كردار لوبولے دے۔ ده زياته كړه چې د آئي ويريفائي حواله جات نه يوازې په قامي كچه وركړے كېږي بلكې په نړيوالو مجلو او نړيوال ميډيا پليټ فارمز هم دا زياتره د مستند ذريعې په توګه استعمالېږي۔ ده ووئيل حكومت يوازې د غلطو معلوماتو په ضد موثره كاروائي نشي كولې په دې كښې به په ميډيا انډسټري لويه ذمه واري راځي او ميډيا هاؤسز له به راوړاندې كېدو سره خپل فعاله كردار لوبول وي۔ ده ووئيل په دې هلو ځلو كښې ټولې کميونټۍ، حکومت، ميډيا هاؤسز، تعليمي ادارو او سول سوسائټي دي خپل كردار ولوبوي۔ هند سره د تاٶ تريخوالي ذكر كولو سره ده ووئيل پاکستان په دې جنګ كښې په موثره ډول كاميابي ترلاسه كړې ٬ په دې موقع د بيانيې چېلنج موجود ٶ چې مونږ يې په موثره ډول مقابله وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د مس انفارميشن مخنيوي لپاره بشپړ مينډيټ راكړے دے۔ وفاقي وزير پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن او آل پاکستان نيوز پيپرز سوسائټۍ څخه هم درخواست وكړو چې ھغوي راوړاندې شي او په دې لړ كښې خپل فعاله كردار ولوبوي ٬ دوي سره به بشپړه مرسته كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په نړيواله منظر نامه كه نظر واچوٶ نو د ورلډ اکنامک فورم د ګلوبل رسك رپورټ له مخې نړۍ ته دا مهال تر ټولو لوي خطر د غلطو معلوماتو مخې ته دے ٬ ځكه چې دا عدم استحكام او افراتفري پيدا كولې شي۔ ده ووئيل آئي ويريفائي چې څنګه خپله پېژندګلې جوړه كړې ٬ ھغه د ستائنې وړ ده او مونږ په دې نېك مقصد كښې هر وخت تاسو سره ولاړ يو۔ ده ووئيل مونږ په خاص توګه زلمي كول څخه اميدونه تړلي دي چې مونږ نا سمه معلوماتو ته ماتې وركولې شو۔ ده ووئيل حقائق د مصنوعي ذهانت باوجود ژوندي پاتې كېدې شي۔ ده زور راوړو چې ټول سوشل ميډيا پليټ فارمز دې باوري كړي چې اے آئي ته به په هره څانګه كښې٬ خوا كه ھغه د زرعي ټيکنالوجۍ، فِن ټيک، هيلتھ ټيک، ايډ ټيک يا كومه بله ټيکنالوجي ولې نه وي په ذمه وارۍ سره په مثبت ډول استعمال كړې شي۔ ده تذكره وكړه چې سوشل ميډيا پليټ فارمز اے آئي څخه د جوړو كړو ټولو موادو په واضحه توګه د ”اے آئي“ په توګه لېبل كړي ۔ ده ووئيل كه يو اېن ډي پي، آئي بي اے، سينټر فار ايکسي لينس اِن جرنلزم او نورې ادارې په خاص توګه ميډيا هاؤسز سره مرسته وكړي شي نو ان شاء الله مونږ په دې چېلنج قابو وموندلے شو او درست حقائق اولس ته رسولې شوو۔ وفاقي وزير د دې خبرې په ضرورت زور راوړو چې مونږ په ګډه د عملدرامد يو موثره نظام وضع كړو او حقائق نړۍ ته وړاندې كړو ٬ دغسې چې د اے آئي ناسمه استعمال كومې پټې اېجنډے يا داسې نظريات ته وده وركولو لپاره نه وي كوم چې زمونږ قامي پاليسۍ او د سماجي اقدار منافي وي٬ په آخر كښې وفاقي وزير د ټولو ګډون كوٶنكو مننې كولو سره ووئيل زه به ډېر زر د دې عظيمې ادارې دوره كوم

مزید خبریں