سهيل افريدي نن د افغانستان وياند په حېث خبرې كولې كومې چې د غندنې او شرم وړ دي۔عطاء الله تارړ

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهېل افريدي نن د افغانستان وياند په حېث خبرې كولې كوم چې د غندنې او شرم وړ دي۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده د سهېل افريدي په بيان د خپل غبرګون كښې ووئيل ګردې نړۍ د افغان طالبان رجيم لخوا د ترهګرو د سهولت …

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهېل افريدي نن د افغانستان وياند په حېث خبرې كولې كوم چې د غندنې او شرم وړ دي۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده د سهېل افريدي په بيان د خپل غبرګون كښې ووئيل ګردې نړۍ د افغان طالبان رجيم لخوا د ترهګرو د سهولت كارۍ ثبوت ليدلے دے او افغان خاوره د ترهګرۍ كاروائيو لپاره د كارېدو ترديد نه لرونكې شواهد هم موجود دي۔ ده ووئيل سهېل افريدي د دروغو او منافقت انتها كړې ۔عطاء الله تارړ ووئيل د پاکستان قام د ترهګرو په مقابله كولو سره بلها قربانۍ وركړي٬ تحريک انتشار چې كله هم خبرې كوي د ترهګرو سهولت كاروي كوي۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ فتنه الخوارج ته د قبلېدو نه دے٬ ځكه پاكستان په نښه كوي٬ سهيل افريدې له د عقل نه كار اخستل پكار دي

مزید خبریں