اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستاني افرادي قوت له په نړيواله كچه مسابقت لپاره نړيوال سرټيفيكېشنز وركول خوشبينه ګرځولو سره په خليجي هيوادونو كښې د پاكستاني افرادي قوت كھپت لپاره خارجه وزارت او د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ته د اقدامات تندولو هدايت كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې …
خليجي هيوادونو كښې دې د پاكستاني افرادي قوت لپاره اقدامات تند كړے شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په هيواد كښې د پيشه وره تربيې د نوي معارفي كړي ايكو سسټم جاج اغستو غونډې ته خطاب
اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستاني افرادي قوت له په نړيواله كچه مسابقت لپاره نړيوال سرټيفيكېشنز وركول خوشبينه ګرځولو سره په خليجي هيوادونو كښې د پاكستاني افرادي قوت كھپت لپاره خارجه وزارت او د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ته د اقدامات تندولو هدايت كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د پېشه ورې تربيې د نوي معارفي كړي اېكو سسټم جاج اغستو غونډه وشوه په كومه كښې چې د نيوټېك لاندې د روانو تربيتي پروګرامز تفصيلي جاج واغستلے شو۔ وزیراعظم شهباز شریف د نيو ټېك په اوسنۍ كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره د تكنيكي او فني پروګرامونو د نوو هدفونو د ټاكلو او په اپرېنټس شپ قانون د عملدرآمد باوري كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف پاكستاني افرادي قوت ته په نړيواله كچه مسابقت لپاره نړيوال سرټيفيكېشنز وركول خوشبينه ګرځولو سره په خليجي هيوادونو كښې د پاكستاني افرادي قوت كھپت لپاره خارجه وزارت او د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ته د اقدامات تندولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د نيوټېك لاندې د تكنيكي او فني تربيتي پروګرونو مثبتې نتيجې رامخې ته كيږي۔ وزیراعظم د نیوټېک په ټولو پارټنر تربیتي ادارو كښې زده كوؤنكو او استاذانو لپاره د بائيو مېټرك نظام لاندې د حاضرۍ نظام لاګو كولو هدايت وكړو۔ ده صوبائي ادارو سره همكاري باوري كولو سره د نيوټېك پروګرامونو ته د پراختيا وركولو هدايت هم وكړو دغسې چې زياتو نه زيات كسانو ته تربيه وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه د زيات غوښتلې كېدونكې هنر په حواله ځوانانو ته نړيوال سرټيفيكېشن سره سره تربيه وركول وړومبۍ پام لرنه ده۔ وزيراعظم امر وكړو چې د نيوټېك لاندې چې د كومو ادارو كاركردګي د اطمينان وړ نه ده د هغو ركنيت دې معطل كړې شي او كارروايي دې وكړې شي٬ د نيوټېك نظام دې مکمل ډیجیټائیز او آن لائن مانیټرنګ نظام دې لا مؤثر كړے شي۔ په غونډه كښې نيوټېك سره د كار كوؤنكې نجي څانګې تھرډ پارټي وېلډيټرز ٬ د صنعتي څانګې همكاران ٬ پېشره ور فرمز ٬ د چېمبرز آف كامرس نمائندګانو ٬ د كاروباري اېسوسي اېشنز نمائندګانو او دمصنوعي ذاهنت او انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې پوهانو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول د نيوټېك لخوا د وزيراعظم د سپارلې شوي تربيتي پروګرامز هدفونه سر كول دې باوري كړې شي ، نيوټېك د خپلو پېشه وره تربيتي پروګرامونو تھرډ پارټی ویلیډېشن باوري كوي په كوم كښې چې د تربيتي پروګرامونو كښې د زده كوؤنكو بائيو مېټرك حاضرۍ سره سره د ټرېنرز اعلی معيار هم باوري كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول انفارمېشن ټېكنالوجي ٬ كركيله ٬ فن ټېك ٬ كان كنۍ ٬ سېلګرۍ ٬ سپورټس ٬ هاسپېټېلټي ٬ چپ بلډنګ سره سره په نړيواله كچه د ډيمان په اعتبار سره تربيتي پروګرامونه دا مهال د نيوټېك لاندې په ګرد هېواد كښې روان دي۔ د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د نیوټېک د تکنیکی او فنی تربیې ټول پروګرامونه د انډسټري ضروريات سره سم كولې شي۔ دې مقصد لپاره ګرد هېواد څخه 148 صنعتونه په پروګرامونو كښې شامل كړې شوي۔ غونډې ته دې پروګرامونو څخه به كاميابۍ د فارغ التحصيل زده كوؤنكو په اړه هم ووئيل شول۔ غونډې ته ووئيل شول تېر كال د نيوټېك د لارې 1 لك 46 زره كسانو تربيه ترلاسه كړه او 15 زره څخه زياتو كسانو ته نړيوال سرټیفیکېشنز وركړے شول۔ د تكامل د لارې 3 لکه نه زياتو كسانو تربيه ترلاسه كړه او 2 لکه 80 زره نه زيات كسان په سعودي عربستان كښې د دې نظام د لارې په روزګار شول۔ دې سره سره د 350 څخه زياتو ادارو كره كتنې څخه وروستو هغې ته د نېوټېك لخوا د نړيوالې كچې تربېې وركولو لائسنس وركړے شول۔ غونډې ته دا هم ووئيل شول چې 10 زره څخه زياتو كسانو ته د صنعتونو په حساب سره د پېشه ورې تربيبې پائلټ پراجېكټ اجراﺀ نه ځانله د 2600 نوو ادارو رجسټرېشن وكړے شو۔ وزیر اعظم د نيوټېك په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې سره سباؤن لپاره د نورې بهترۍ په اړه د نوو هدفونو د تعين هدايت وكړو











