اسلام آباد۔12جنوری (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري 13 څخه تر 16 جنورۍ د مملكت بحرين سركاري دوره كوي ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سره به په دې موقع د اعلی كچې يو پلاوې هم وي۔ د خپلې دورې په مهال به صدر مملكت د بحرېن فرمانروا شاہ حمد بن عیسیٰ الخلیفه او ولي عهد او …
صدر مملكت آصف علي زرداري 13 څخه تر 16 جنورۍ د مملكت بحرين سركاري دوره كوي
اسلام آباد۔12جنوری (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري 13 څخه تر 16 جنورۍ د مملكت بحرين سركاري دوره كوي ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سره به په دې موقع د اعلی كچې يو پلاوې هم وي۔ د خپلې دورې په مهال به صدر مملكت د بحرېن فرمانروا شاہ حمد بن عیسیٰ الخلیفه او ولي عهد او وزیراعظم شهزادہ سلمان بن حمد الخلیفه سره ملاقاتونه كوي۔ په ملاقاتونو كښې به په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دې دورې سره به ورور خليجي هېواد سره د پاكستان پخوانۍ همكاري مستحكمولو سره سره تجارت ٬دفاع او سلامتيا او د اولس ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو موقعې ترلاسه شي











