اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع ټانك كښې د ترهګرو په بريد كښې د پنځو پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونې كولو سره وئيلي دي د دې پېښې ذمه وار كسان به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو …
وزيراعظم شهباز شريف ټانك كښې د ترهګرو په بريد كښې د پنځه پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه
اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع ټانك كښې د ترهګرو په بريد كښې د پنځو پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونې كولو سره وئيلي دي د دې پېښې ذمه وار كسان به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د پېښې د پلټنو امر كولو سره ووئيل ذمه وار ترهګر به خپل انجام ته رسولې شي۔ ده ووئيل حکومت هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړه خاتمې عزم لري











