اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي پېښور كښې د 9 مئي پېښو په ويډيوز د پنجاب فرانزك سائنس ليبارټري رپورټ يو ځل بيا د پي ټي آئي د دروغو بيانيه په ډاګه كړي۔د اتوار په ورځ د سماجي رابطے په ويب سائټ ايكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل وخت په وخت د تجزيو كښې د پي ټي آئي …
پېښور كښې د 9 مئي پېښو په ويډيوز د پنجاب فرانزك سائنس ليبارټري رپورټ يو ځل بيا د پي ټي آئي د دروغو بيانيه په ډاګه كړي۔ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي پېښور كښې د 9 مئي پېښو په ويډيوز د پنجاب فرانزك سائنس ليبارټري رپورټ يو ځل بيا د پي ټي آئي د دروغو بيانيه په ډاګه كړي۔د اتوار په ورځ د سماجي رابطے په ويب سائټ ايكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل وخت په وخت د تجزيو كښې د پي ټي آئي قيادت موجودګۍ تصديق كيدل د دې خبري ثبوت دے چې په رياستي ادارو بريد كوم ’’جذباتي هجوم‘‘ نه بلكه منظم سياسي قيادت په سائے كښې شوې۔ده ووئيل ريډيو پاكستان او په نورو سركاري تنصيبات بريد په اصل كښې د پاكستان په رياست بريد وو،د پي ټي آئي قيادت نه يواځې تشدد له هوا وركوي بلكه هغه د سياسي ګټي لپاره استعمالوي،كوم ګوند چې پخپله د جمهوريت علمبردار ځان ته وائي٬ د هغوي ادارو ته اوور لګولو سره څه تعلق نه شي كيدے۔وفاقي وزير ووئيل بايد قانون اوس ټولو لپاره يو برابر وي ولي چې څوك څومره هم لوئ نه وي۔ده ووئيل د پاكستان د ادارو وقار او د آئين په سرلوړۍ به چا له هم د بريد كولو اجازه نه شي وركولې۔











