اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د پاك بحريه په بيړو راه ناورد(سيل شپ)، مددګار او پاكستان ميري ټائم سيكيورټي ايجنسي (پي ايم ايس اے) بيړۍ پي اېم اېس اېس كشمير مشتمل فلوټيلا د مسقط، عمان بندرګاه سلطان قابوس دوره وكړه۔ بندرګاه ته په رسيدو د عمان چارواكو د اړخه د بيړو تود هركلے وشو۔د اتوار په ورځ ډائريكټوريټ جنرل پبلك ريليشنز نيوي د اړخه جاري شوې بيان له …
د پاك بحريه په ګڼو بحري بيړو مشتمل فلوټيلا بهر هېواد كښې تعيناتۍ په مهال د عمان دوره
اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د پاك بحريه په بيړو راه ناورد(سيل شپ)، مددګار او پاكستان ميري ټائم سيكيورټي ايجنسي (پي ايم ايس اے) بيړۍ پي اېم اېس اېس كشمير مشتمل فلوټيلا د مسقط، عمان بندرګاه سلطان قابوس دوره وكړه۔ بندرګاه ته په رسيدو د عمان چارواكو د اړخه د بيړو تود هركلے وشو۔د اتوار په ورځ ډائريكټوريټ جنرل پبلك ريليشنز نيوي د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دورے په مهال مشن كمانډر كموډور عامر اقبال د كمانډنګ آفيسرز سره د عمان د بحري قيادت سره ملاقاتونه كړي۔مشن كمانډر رائل نيوي آف عمان لنډمهاله كمانډر، ډي جي آپريشنز اينډ پلانز، كمانډر ميري ټائم سيكيورټي سينټر، كمانډر سيد بن سلطان نيول بيس او كمانډنټ سلطان قابوس نيول اكيډمي سره ملاقاتونه كړي۔د ملاقاتونو په مهال د شريكي خوښي په چارو ، بحري پوځ ترمينځه په رابطو او ميري ټائم سيكيورټي كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوي۔ رائل نيوي آف عمان آفيسرز او مډ شپ مين د بيړو دوره وكړه او پاك بحريه افسرانو سره ئې د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔بندرګاه دورے په مهال د عمان عسكري چارواكو او عامو وګړو د پاك بحريه بيړو دوره وكړه چرته چې ګڼ شمير پاكستاني كميونټي او پاكستان سكول مسقط زدكونكي هم موجود وو۔











