لاهور 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف دسمبر 2025 كښې د تير كال په مقابله كښې په ريکارډ ترسيلات زر راليږلو د سمندر پوري پاكستانيانو مننه كولو سره وئيلي چې سمندر پوري پاکستانيانو پراپيګنډے مسترد کولو سره د هېواد تعمير و پرمختګ لپاره ترسيلات زر راليږل د خپل هېواد سره د ميني اعلي مثال دے۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې …
سمندر پوري پاکستانيانو پراپيګنډے مسترد کولو سره د هېواد تعمير و پرمختګ لپاره ترسيلات زر راليږل د خپل هېواد سره د ميني اعلي مثال دے۔وزيراعظم شهباز شريف
لاهور 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف دسمبر 2025 كښې د تير كال په مقابله كښې په ريکارډ ترسيلات زر راليږلو د سمندر پوري پاكستانيانو مننه كولو سره وئيلي چې سمندر پوري پاکستانيانو پراپيګنډے مسترد کولو سره د هېواد تعمير و پرمختګ لپاره ترسيلات زر راليږل د خپل هېواد سره د ميني اعلي مثال دے۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دسمبر 2025 كښې هېواد سره مينه كونكو سمندر پوري پاكستانيانو 3.6 اربه ډالره ترسيلات زر راليږلي په دې د هغوي مننه كوو،ترسيلات زر كښې د تير كال په مقابله كښې 16.5 فيصده اضافه د سمندر پوري پاكستانيانو د حکومت په پاليسيو د باور څرګندونه ده۔وزيراعظم ووئيل سمندر پوري پاكستانيانو پراپيګنډے مسترد کولو سره د هېواد پړمختګ او تعمير لپاره ترسيلات زر راليږل د هېواد سره د ميني اعليٰ مثال دے،سمندر پوري پاکستانيان زمونږ قيمتي سرمايه ده،زما پشمول ټول قوم په هغوي فخر كوي،سمندر پوري پاکستانيانو ښېګړے لپاره اقدامات ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔











