جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسرائيل د اړخه تش په نوم ’صومالي لينډ‘ منلو اقدام غير قانوني او د نړيوال قانون په ضد ګرځولو سره د صوماليه د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د پاكستان د بشپړه حمايت پخلے وكړو۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د صوماليه خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د پاكستان د بشپړه حمايت پخلے
جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسرائيل د اړخه تش په نوم ’صومالي لينډ‘ منلو اقدام غير قانوني او د نړيوال قانون په ضد ګرځولو سره د صوماليه د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د پاكستان د بشپړه حمايت پخلے وكړو۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 22مي غير معمولي غونډي ته وينا كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د اسرائيل د اړخه تش په نوم ’صومالي لينډ‘ منلو اقدام غير قانوني او د نړيوال قانون په ضد ګرځولو سره رد كړې او د صوماليه خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا لپاره ئې د پاكستان د بشپړه حمايت پخلے كړې۔ده ووئيل دا اقدام يو خطرناك نظير جوړوي د كوم چې په افريقه او دې څخه بهر امن و سلامتيا سخت اثرات مرتب كيدې شي۔ده د فلسطين كاز لپاره د پاكستان غير متزلزل عزم رامخې ته كولو سره د 1967 څخه وړاندي په پولو اډانه، آزاد، متصل او خپلواكه رياستِ فلسطين جوړولو حمايت پخلے وكړو چې د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔نائب وزيراعظم و وزير خارجه محمد اسحاق ډار په او آئي سي زور راوړلو سره د جموں و كشمير په معامله خپلي هڅي تندولو او د كشميريانو د خپلواكۍ حق د ملګرو ملتونو سلامتيا كونسل قراردادونو او د هغوي د جائز هيلو له مخې باوري كولو غوښتنه وكړه۔











