جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډي په موقع د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او او آئي سي سيكرټري جنرل سره ملاقاتونه كړي۔ د اتوار په ورځ خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و وزير خارجه محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) خارجه …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډي په موقع د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او او آئي سي سيكرټري جنرل سره ملاقات
جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډي په موقع د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او او آئي سي سيكرټري جنرل سره ملاقاتونه كړي۔ د اتوار په ورځ خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و وزير خارجه محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډي په مهال د پاكستاني پلاوي مشري كړي۔ دا غونډه د وفاقي جمهوريه صوماليه سيمي’’صومالي لينډ‘‘ د اسرائيل د اړخه منلې كيدو په نتيجه كښې په رامخې ته كيدونكي سخت مضمرات غور كولو له شوې۔ په خپله وينا كښې نائب وزيراعظم و وزير خارجه د اسرائيل د اړخه صومالي لينډ په غير قانوني توګه منلو او اسرائيلي اهلكارو د صومالي لينډ بلاجواز او اشتعال انګيز دورے په سختو ټكو كښې غندنه كړي۔ده دغه اقدامات د سياسي جارحيت او صوماليه په نړيواله توګه منلې شوي پولو نيغ په نيغه بريد وګرځولو۔نائب وزيراعظم او وزير خارجه د فلسطينيانو په زبردستۍ بے دخله كولو په اړه كوم هم تجويز مسترد كړو او د 1967ء څخه وړاندې پولو په بنياد د يو آزاد او خپلواكه رياستِ فلسطين جوړولو له ئې د پاكستان د اصولي عزم پخلے وكړو،د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔د او آئي سي د اړخه د جموں و كشمير مسئلهٔ حل كولو اصولي مؤقف او پرله پسې حمايت ستائلو سره نائب وزيراعظم و وزير خارجه په تنظيم زور راوړو چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلي هڅي تندي كړي۔ د خارجه وزيرانو كونسل دې غير معمولي غونډي په موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير د او آئي سي ګڼو غړو هېوادونو خارجه وزيرانو او او آئي سي سيكريټري جنرل سره ههم ملاقاتونه شوي۔دې غير معمولي غونډي كول د او آئي سي غړو هېوادونو اجتماعي عزم څرګندونه دهاو نړيوالي ورورولۍ ته د رياستي خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا اصولو احترام اهميت په اړه يو ښكاره پيغام وركړې شوي۔نائب وزيراعظم و وزير خارجه دې غير معمولي غونډه كښې ګډون د صوماليه خپلواكۍ، وحدت او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د پاكستان د بشپړه حمايت يو بل عملي مثال دے۔











