وفاقي وزير حنيف عباسي خېبر پښتونخوا كښې د کامياب عملياتو په مهال د 11 خوارجو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 10جنوري (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د خېبر پښتونخوا (کے پي کے) په شمالي وزيرستان او کرم ضلعو كښې د کامياب عملياتو په مهال د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو 11 ترهګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل سکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د غير معمولي …

اسلام آباد 10جنوري (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د خېبر پښتونخوا (کے پي کے) په شمالي وزيرستان او کرم ضلعو كښې د کامياب عملياتو په مهال د فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو 11 ترهګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل سکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د غير معمولي جرات، پيشه وره پوهي او غير متزلزل عزم څرګندونه كړي۔ده د فورسز په وخت او مؤثره کارروائي وستائله۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې سکيورټي فورسز د فتنه الخوارج تر بشپړه خاتمے لوظي دي۔ده ووئيل سکيورټي فورسز د دې نوعيت کارروائي د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د پاکستان د قوي عزم عکاسي کوي۔ده ووئيل د وګړو د مال او ځان تحفظ كښې د سکيورټي فورسز او قانون نافذ کونكو ادارو کردار د ټول قوم لپاره د فخر وړ دے۔وفاقي وزير ووئيل ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو وسله والو سره ولاړ دے۔

مزید خبریں