مولانا فضل الرحیم د فرقه واریت او انتها خوښۍ په ضد يو قوي غږ ؤ،د هغه دینی، تعلیمی او سماجی خذمات به عمر له ياد سالتے شي۔ محسن نقوی

لاهور 10 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیرِ محسن نقوی وئيلي چې شیخ الحدیث و مهتمم جامعه اشرفیه مولانا فضل الرحیم د فرقه واریت او انتها خوښۍ په يو قوي غږ ؤ، د هغه دینی، تعلیمی او سماجی خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي پھ ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاالله تارړ سره جامعه اشرفیه لاهور كښې د …

لاهور 10 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیرِ محسن نقوی وئيلي چې شیخ الحدیث و مهتمم جامعه اشرفیه مولانا فضل الرحیم د فرقه واریت او انتها خوښۍ په يو قوي غږ ؤ، د هغه دینی، تعلیمی او سماجی خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي پھ ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاالله تارړ سره جامعه اشرفیه لاهور كښې د مولانا فضل الرحیم په مړينه د غمرازۍ نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزيرانو د ارواښاد په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل مولانا فضل الرحیم خپل ټول عمر د دين اسلام سرلوړۍ، دینی تعلیم ودي او مسلمانانو اتحاد لپاره وقف کړې ؤ۔محسن نقوی ووئيل د مولانا فضل الرحیم دینی، تعلیمی او اصلاحی خدمات د نه هيرولو دي او دینی و تعلیمی میدان كښې د هغه هلي ځلي د نوي نسلونو لپاره د لارې مشعل دے۔وفاقی وزیرِ ووئيل مونږ د مولانا فضل الرحیم سره د اوږدې مودې راهسې د ميني او احترام تعلق وو۔ده ووئيل ارواښاد به چې كوم خلوص، محبت او دل څخه دعا كوله،هغسې دعا شاید كوم بل څوك وكړي۔ محسن نقوی ارواښاد مينه كونكې او مخلص انسان ګرځولو سره دعا اوكړه چې لوے څښتن دې هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي۔ده ووئيل جامعه اشرفیه دا ثابته كړې چې مدرسو په نوم منفی تاثر سم نه دے، بلکه دا ادارے مثبت او تعمیری کردار ترسره كوي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د رياست په ضد چې څوكه وسله پورته كوي د هغوي په اړه د قران حکیم واضح احکامات شته۔ وفاقی وزيرانو د ارواښاد زوي مولانا زبیر حسن، پرنسپل جامعه اشرفیه مولانا قاری ارشد عبید او وائس پرنسپل حافظ اسد عبید سره د يووالي او غمرزاۍ څرګندونه وكړه۔په دې موقع مولانا فضل الرحیم بخښني لپاره فاتحه خوانی هم وشوه۔دې څخه وړاندې دواړو وفاقي وزيرانو د جامعه اشرفیه اکابرین او علمائے کرام سره ملاقات وكړو او د مولانا فضل الرحیم په حیات و خدمات ئې هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په دې موقع مولانا اوېس حسن، مولانا مجیب الرحمن انقلابی او مولانا اجود عبید هم موجود وو۔

مزید خبریں