اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا اولسي مسئلو په اړه معلومات لرو، وفاقي حکومت خپل دائره اختيار کښې د دغه مسئلو حل له سنجيده اقدامات کوي۔ پي ايم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خېبر پښتونخوا څخه تعلق لرونكو اولسي نمائندګانو د خالي په ورځ ملاقات کړې چې پكښې …
د خېبر پښتونخوا اولسي مسئلو په اړه معلومات لرو، وفاقي حکومت خپل دائره اختيار کښې د دغه مسئلو حل له سنجيده اقدامات کوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا اولسي مسئلو په اړه معلومات لرو، وفاقي حکومت خپل دائره اختيار کښې د دغه مسئلو حل له سنجيده اقدامات کوي۔ پي ايم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خېبر پښتونخوا څخه تعلق لرونكو اولسي نمائندګانو د خالي په ورځ ملاقات کړې چې پكښې د صوبے په مجموعي سياسي صورتحال او اولسي مسئلو د خيالاتو څركندونه شوي، ملاقات كښې د اولسي ښېګړے ، پرمختيائي منصوبو او ګورننس په اړه په چارو خبري شوي ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل خېبر پښتونخوا اولسي مسئلو په اړه معلومات لرو، وفاقي حکومت خپل دائره اختيار کښې د دغه مسئلو حل له سنجيده اقدامات کوي۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې روانو وفاقي پرمختيائي منصوبو په وخت بشپړولو او اولسي مسئلو حل ته وفاقي حکومت خاص پام لرنه كوي۔ګډون كونكو وزيراعظم خبر كړو چې خېبر پښتونخوا حکومت په بشپړه توګه ناكامه شوے،د ګورننس هيڅ څيز نشته، صحت، تعليم، انفراسټرکچر او اولسي ښېګړے په اړه صوبائي حکومت کومه ښكاره پاليسي نه لري او اولسي مسئلو پلو د خېبر پښتونخوا حکومت کومه پام لرنه نه كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په اولسي نمائندګانو زور راوړو چې اولسي مسئلو حل كولو ته خاص پام لرنه وكړي۔ده ووئيل څه موده وړاندې ما هري پور كښې د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونكو زدكونكو له په ميرټ ليپ ټاپ وركړي، دغه ځوانانو سره ملاقات كولو سره خوشحاله شوې يم،هم دغه ځوانان د هېواد د سباؤن اثاثه ده،هغوي لپاره به سباؤن كښې هم په ميرټ د ليپ ټاپ وركولو پاليسي روانه وي دغسې چې د هېواد په پرمختګ كښې هغوي خپل كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر پښتونخواه كښې د وفاق د سيوري لاندي پرمختيائي پروژو په اړه وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې کمېټي جوړه كړه كومه به چې د پېښور دوره كولو سره او اولسي نمائندګانو سره په ګډه په منصوبو د پيش رفت جاج اخلي۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير عطالله تارړ، وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، وفاقي وزير طارق فضل چودھري، د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله ، کيپټن ريټائرډ صفدر، بابر نواز ايم اين اے، ثمر بلور ايم اين اے، اختيار ولي (کوآرډينيټر وزيراعظم)، مرتضيٰ جاويد عباسي پخوانې ډپټي سپيکر، زاهد خان ، ډاکټر عبادالله اېم پي اے، پير صابر شاه، سردار مشتاق پخوانې اېم اين اے، شاه جي ګل آفريدي پخوانې اېم اين اے، شهاب الدين خان رحمت سلام خټك او بهره مند تنګي هم موجود وو۔











