اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د کشمير ،ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د پېښور پوهنتون د استاذانو د تنخاګانو لپاره په روان احتجاج د تشويش څرګندوني سره صوبائي حکومت او خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ په ترجيحات سخت تنقيد کړې دے۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې انجينئر امير مقام ووئيل يو پلو د صوبے تر ټولو …
انجينئر امير مقام د پېښور پوهنتون د استاذانو تنخاګانو لپاره په احتجاج د تشويش څرګندونه وكړه
اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د کشمير ،ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د پېښور پوهنتون د استاذانو د تنخاګانو لپاره په روان احتجاج د تشويش څرګندوني سره صوبائي حکومت او خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ په ترجيحات سخت تنقيد کړې دے۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې انجينئر امير مقام ووئيل يو پلو د صوبے تر ټولو لوئ پوهنتون استاذان د خپلو جائز حقونو لپاره په سړكونو احتجاج کوي دغسې بل پلو د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ کراچۍ كښې مصروف دے۔ده پوښتنه وكړه چې كله صوبه كښې تعليمي ادارے د مالي بحران ښکار وي او د استاذانو تنخاګاني نه وي بل پلو وزيراعليٰ د صوبې بهر تللو سره سياسي هلو ځلو لپاره دورې كول د څه ډول طرزِ حکمراني عکاسي کوي۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي 13 كلن حکومت صوبه د لويو لويو مسئلو سره مخ كړي۔تعليم، صحت، روزګار او امن و امان په شان بنيادي څانګي د خبراب حالت سره مخ دي۔ د پي ټي آئي خراب حکمرانۍ د صوبے اداري کمزوري كړي او نن اولس د هغې د نتيجو سره مخ دي۔وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئي عمر له تش په غږونو او د الزاماتو سياست کړی، خو په عملي توګه د صوبے اولس له كوم ريليف نه دې وركړې شوي۔د پېښور پوهنتون د استاذانو احتجاج د دې خبري ثبوت دے چې صوبائي حکومت د خپلو ملازمانو بنيادي ذمه وارو پوره كولو كښې ناکامه شوې۔ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د خېبر پښتونخوا اولس سره ولاړ دے او د صوبے ښه حکمرانۍ او اداره جاتي اصلاحات لپاره به هلي ځلي كوي۔











