اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه، پينډۍ اسلام آباد كښې د اوبو وركولو لپاره دوتارا ډيم په دوه كلونو كښې د بشپړولو منظوري وركولو سره د اوبو ذخيره کولو، تقسيم نظام قوي كولو لپاره د ګڼو تجويزونو جاج واخستلے شو٬ اسلام آباد كښې د اوبو په زيات شوې قلت قابو موندلو له په هنګامي ايکشن پلان د عمل درآمد …
د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه، پينډۍ اسلام آباد كښې د اوبو وركولو لپاره دوتارا ډيم په دوه كلونو كښې د بشپړولو منظوري،د اوبو ذخيره کولو، تقسيم نظام قوي كولو لپاره د ګڼو تجويزونو جاج واخستلے شو
اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه، پينډۍ اسلام آباد كښې د اوبو وركولو لپاره دوتارا ډيم په دوه كلونو كښې د بشپړولو منظوري وركولو سره د اوبو ذخيره کولو، تقسيم نظام قوي كولو لپاره د ګڼو تجويزونو جاج واخستلے شو٬ اسلام آباد كښې د اوبو په زيات شوې قلت قابو موندلو له په هنګامي ايکشن پلان د عمل درآمد کولو پريكړه وشوه۔د خالي پھ ورځ په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري، وزيراعظم صلاحكار سيد توقير شاه، د كورنيو چارو وزارت، سي ډي اے، واپډا او پينډۍ انتظاميې اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اوبو ذخيره کولو او تقسيم نظام قوي كولو لپاره د ګڼو تجويزونو جاج واخستلے شو۔وفاقي وزير محسن نقوي په دې موقع ووئيل کيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) پنجاب حکومت سره په ګډه اسلام آباد او پينډۍ كښې د اوبو د اوږدي مودې ضروريات پورا کولو لپاره به په شريكه نوې ډيم جوړوي۔د غونډي په دې مهال چارواكو د كوچنو ډيمونو او اوبو پانګو پشمول چراه، دوتاره او شاهدره ډيم پراجيکټس په اړه منصوبه بندۍ او پيش رفت څخه خبر كړه۔ واپډا او سي ډي اے چارواكو فزيبلټي رپورټس، ټائم لائنز او بېل آپشنز وړاندې كړل چې مقصد ئې پايه تخت ژګړو او كلي والو سيمو كښې د اوبو وركول دي۔غونډي ته ووئيل شول چې دوتارا ډيم كوم چې 110 ايم جي ډي ذخيره کولو لپاره ډيزائن کړې شوې ؤ په دوه كلونو كښې د بشپړولو منظوري وركړې شوه۔وفاقي وزير محسن نقوي د اوبو وركولو موجوده نظام كښې په خرابو د تشويش څرګندونه وكړه او د اوبو د تقسيم نيټ ورك اوور هال کولو په حاجت ئې زور راوړو۔ده اړوندو محکمو ته سپارښتنه وكړه چې د نظام خرابۍ په سمدستي توګه په ګوته كړي او د تعطل نه غير د اوبو وركول دې باوري كړې شي۔اسلام آباد وګړو له د اوبو وركولو ته خاص پام لرنه كولو سره محسن نقوي چارواكو ته ووئيل د اوبو ضروريات پوره كولو له دې ټول وسائل وكارولې شي۔ده د اوبو د غلا او کنکشن غلط استعمال په ضد هم د سخت کريك ډاؤن حکم وكړو۔ د كورنيو چارو وزير د اوبو شته والي او وركولو په اړه پيشرفت تندولو له په لسو ورځو كښې د يو كوټلي روډ ميپ غوښتنه وكړه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو سيکرټري ،د كورنيو چارو ايډيشنل سيکرټري ، سي ډي اے چيئرمېن،پينډۍ کمشنر او سي ډي اے بورډ غړو پشمول اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔











