د پاکستان کرکټ ډله به سري لنکا په ضد د ټي ټوئنټي سيريز آخري ميچ د اتوار په ورځ كوي

لاهور 10 جنوري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ ډله به د سري لنکا په ضد په درې ميچونو مشتمل د ټي ټوئنټي انټرنيشنل سيريز دريم او آخري ميچ سبا په (11 جنوري د اتوار په ورځ) سري لنکا په دمبولا ښار كښې كوي،دا د آئي سي سي مينز ټي ټوئنټي ورلډ کپ 2026 تيارو په اړه خاص اهميت لري۔ قومي ډلي ته سيريز كښې ايك صفر سره وړاندې والې …

لاهور 10 جنوري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ ډله به د سري لنکا په ضد په درې ميچونو مشتمل د ټي ټوئنټي انټرنيشنل سيريز دريم او آخري ميچ سبا په (11 جنوري د اتوار په ورځ) سري لنکا په دمبولا ښار كښې كوي،دا د آئي سي سي مينز ټي ټوئنټي ورلډ کپ 2026 تيارو په اړه خاص اهميت لري۔ قومي ډلي ته سيريز كښې ايك صفر سره وړاندې والې ترلاسه دے، پاکستان وړومبي ټي ټوئنټي ميچ كښې كوربه سري لنکا ډلي له 6 وکټو سره ماتي وركړې ؤ دغسې په 9 جنورۍ كيدونكې دويم ميچ د باران له امله منسوخ شوې ؤ،په 11 جنورۍ كيدونكې ميچ كښې کاميابۍ په صورت كښې به پاکستان سيريز په خپل نوم كړي دغسې د سري لنکا کاميابۍ سره په صورت كښې به سيريز 1/1 سره برابر شي۔ ميچ به د ځائې وخت له مخې ماښام 7 بجے كيږي۔سليکشن کمېټۍ په دې سيريز كښې د لوبغاړو کارکردګي ترنظر ساتلو سره ورلډ کپ لپاره حتمي 15 كسيزه اسکواډ جوړولو ته پام لرنه كوي۔د پاکستان 15 كسيزه سکواډ كښې سلمان علي آغا (کپتان)، عبدالصمد، ابرار احمد، فهيم اشرف، فخر زمان، خواجه نافع (وکټ کيپر)، محمد نواز، محمد سلمان مرزا، محمد وسيم جونيئر، نسيم شاه، صاحبزاده فرحان (وکټ کيپر)، صائم ايوب، شاداب خان، عثمان خان (وکټ کيپر) او عثمان طارق شامل دي۔

مزید خبریں