اسلام آباد۔9جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې نن قام كومې ترهګرۍ سره مخ دے ددے په شا د تحريك انتشار سياسي ونګ دے ٬ د كالعدم ټي ټي بي په اړه خبرو كښی د پي ټي آئي سره د تعلق لرونكو ژبې نخښلي ، ټی ټی پی د پاکستان دښمن دے ٬ تر وروستۍ سلګرۍ به د دې تعاقب كولو سره …
نن چې قام كومې ترهګرۍ سره مخ دے د دې په شا د تحريك انتشار سياسي ونګ دے ٬ د كالعدم ټي ټي پي په اړه تحريك انصاف خبره كولې نه شي: عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔9جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې نن قام كومې ترهګرۍ سره مخ دے ددے په شا د تحريك انتشار سياسي ونګ دے ٬ د كالعدم ټي ټي بي په اړه خبرو كښی د پي ټي آئي سره د تعلق لرونكو ژبې نخښلي ، ټی ټی پی د پاکستان دښمن دے ٬ تر وروستۍ سلګرۍ به د دې تعاقب كولو سره دا ختموو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په پی ټی وی هېډ كوارټرز كښې د مسلم ليګ (ن) لارښود زاهد خان سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل كال 2025ء هر لحاظ سره د كاميابو كال ثابت شو۔ پاكستان په معركه حق كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې كاميابي ترلاسه كړه۔ په معاشي لحاظ سره هم هېواد ته ښكاره كاميابۍ ترلاسه شوې۔ د پاك پروردګار په فضل زمونږ په حكومت كښې پاكستان د ډيفالټ له خلې څخه راوتلو سره يو ځلېدونكي معيشت پلو روان شو٬ د هېواد سټاك ماركيټ مخ په بره روان دے۔ ده ووئيل كاروباري طبقې ته ښه معلومه ده چې په هېواد كښې د سټرکچرل ریفارمز عمل روان دے او د وزيراعظم لخوا په قامي ګټه كښې معيشت لپاره د پورته كړې ګامونو مثبتې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د فيلډ مارشل عاصم منېر او د هغه په مشرۍ كښې د اکنامک ریوائیول مېوې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ يوازې په دسمبر كښې ترسیلات زر 3.6 ارب ډالر ته ورسېدل چې د كال په بنياد 17 فيصده اضافه ښكاره كوي۔ ده ووئيل د دې باوجود د يو سياسي ګوند لخوا اوورسيز پاكستانيانو ته پاكستان ته د ترسيلات زر نه لېږلو او د بائيكاټ كال وركړو۔ بياهم د وزيراعظم او حكومت لخوا اوورسیز پاکستانیانو ته سلام كوم چې هغوي ترسيلات زر راولېږل او پخواني ټول ريكارډونه يۍ مات كړل۔ وفاقي وزير ووئيل په ملكي معيشت كښې د ګروتھ مومنټم برقرار دے٬ په فارن اېکسچیېج ریزروز كښې اضافه روانه ده ٬ سټاك اېكسچېنج د غوره كاركردګۍ مظاهره كوي ٬ د پاكستان نورو هېوادونو سره تجارتي رابطې مخ په ښه كېدو دي۔ وزیراعظم د بهر هېوادونو دورو په مهال په هر يو فورم د پاكستاني مصنوعاتو خبره كوي٬ ملائيشيا پاكستان څخه د حلالې غوښې او وريژو درآمد كولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په بهرنيو دورو ټكونه كيږي هغوي بايد دې ته وګوري چې ددې دورو په ملكي معيشت څومره مثبت اثرات مرتب كيږي۔ ده ووئيل يو وخت و چې د يو وګړو دلاسه پاكستان په نړيواله كچه تنهايۍ سره مخ شو۔ نن صورتحال دا دے چې د نړۍ هېوادونه پاكستان لپاره رېډ كارپټ خپروي كوم چې د پاكستان د وزيراعظم او د ټول قام د عزت او وقار عكاسي كوي٬ نړيوال پروازونه يو وارې بيا پېل شوي دي۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د پاکستان سپر لیګ لوبډلو آكشن په سپېځلي ډول وشو كوم چې ټولې نړۍ وليدلو۔ د دواړو ډلو مشرانو ووئيل چې نړۍ بدله شوې ده٬ مونږ پاكستان ته راغلې يوو ٬ مونږ د پی اېس اېل دوه لوبډلې اخستې دي او په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړؤ۔ د حكومت د كاميابو ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل د پی آئی اے نجکاری يو مهم سنګ ميل دے٬ اوورسیز پاکستانيان په پاكستان كښې سرمايه كاري د وياړ وړ ګڼي٬ پاكستان اوس په سفارتي محاذ پرله پسې كاميابۍ ترلاسه كوي٬ هندي الوتكې رانسكورولو څخه وروستو نړۍ اوس د پاكستان معترف ده۔ نن د پاكستان ګرين پاسپورټ ته هر ځاې كښې په درنه سترګه كتلې شي۔ سعودی عربستان سره دفاعي لوظنامې او پالېسي فرېم ورك او ملائيشيا سره په تجارتي مېدان كښې پېشرفت د حكومت په مهمو كاميابو كښې شامل دي۔ وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د پاكستان يوه ښكلې صوبه ده ٬ ددې اولس غېرتمند او میړنے دے بياهم د بده مرغه دغلته يو داسې حكومت مسلط دے د كوم سوچ چې محدود او د افسوس وړ دے۔ د لاهور دورې په موقعه چې هغه د مېرمنو كوم سپكاوې كړې ٬ د پنجاب په اړه چې كومه خله كارولې ده هغه كوم نارينه سره نه ښائي۔ دا د شرم او غندنه وړ عمل دے۔ د يوې صوبې وزير كه د بلې صوبې د مېرمنې وزيرې په اړه داسې خبرې كوي نو هغه بايد په دې سوچ وكړي چې هغه دا ټكي خپلو خوېندو او لونړو لپاره هم كارولې شي۔ عطاء تارړ ووئيل چې په يو ټي وي پروګرام كښې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير په وړاندې د تحريك طالبان پاكستان نوم واخستے شو نو هغه لاجواب شو۔ حال دا دے چې ټي ټي پي د پاكستان دښمن دے او رياست به د وينې تر وروستۍ قطې ددې تعاقب كوي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا د حكومت څه كردار دے؟ كردار يۍ دا درے چې هغه مېرمنو له طعنې وركړي٬ د هغوي د ذليله كولو هڅې كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل په دې كښې شك نشته چې ټي ټي پي د بهرني فنډنګ ٬ را او هندي سرپرسټۍ لاندې په پاكستان بريدونه كوي خو د خېبر پښتونخوا حكومت استازي ددې په غندنه كښې دوه ټكي هم نه ادا كوي۔وفاقی وزیر ووئيل عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د خپلو مينه والو لاشونه يۍ پورته كړي يدي۔ بلور كورنۍ د ترهګرۍ نخښه پاتې شوه او ددې قربانۍ د تاريخ برخه ده۔ ددې په مقابله كښې پاكستان تحريك انصاف ترهګرو سره نرمي كوي۔ وفاقي وزير ووئيل چې آپرېشن ضرب عضب او ردالفساد څخه وروستو په هېواد كښی ترهګري ختمه شوې وه بياهم تحريك انصاف دا بېرته راوستله۔ عطاء تارړ ووئيل چې د پي ټي آئي په سوشل ميډيا اكاؤنټس د فتلډ مارش او د پاك پوځ په ضد د ټكونو بيانونه هم ليدلې شي خو د پاك پوځ د كوم افسر يا ځوان په حق كښې يو لفظ هم ليدلې نه شي۔ ده ووئيل دوئي دې په ټي ټي پي كښې د لس ښه كسانو نامې واخلي كه چې پرو پاكستاني وي او د كومو خذمات چې د پاكستان په مينه كښې وي۔ حقيقت دا دے چی دوئي دننه څخه خالي دي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاق، پنجاب، سندھ او بلوچستان كښې د حكومتي اقداماتو مېوې ترلاسه كېدل پېل شوي، د پنجاب پرمختګ چا څخه پټ پناه نه دے، صوبه كښې سكولونه، كالجونه او پوهنتونونه فعاله دي، الېكټرك بسونه چليږي،تر ټولو جديد آئي ټي ادارے جوړيږي، بيوټيفيكيشن منصوبې بشړيږي، پاركونه جوړيږي او ټولي څانګي پرمختګ كوي۔د دې برعكس يوه صوبه داسې ده چرته چې يو سياسي ګوند بيا بيا د تېرو 12 كلونو راهسې اقتدار كښې دے خو هلته ګورننس په بشپړه توګه خراب دے۔ده ووئيل كله چې څوكه دا ادعا كوي چې لېډي ريډنګ روغتون هم تحريك انصاف جوړ كړې نو په دې خندا هم راځي او افسوس هم كيږي، كاش دغه كسانو د لاهور او پنجاب وژن خېبر پښتونخوا ته وړلې وې،دا ئې كتلې وې چې ګرين بسونه څنګه چليږي، شهباز شريف مېټرو بس او اورنج لائن جديد نظام څنګه معارفي كړې، سېف سټيز كېمرو هغه ماډل كوم چې شهباز شريف پېل كړې وو او مريم نواز هغه مخ په وړاندې بوتللې دې۔ ده ووئيل بايد دغه كسانو د صحت نظام سنجيدګۍ سره سټډي كړې وو ، يواځې په چغو وهلو ، د حبيب جالب اشعار لوستلو او تقريرونو ئې اكتفا نه كولې ، نوي پوهنتونونه ئې جوړ كړې وې خو هغوي يواځې په كرتب ښودلو پوهيږي۔ عطاء تارړ ووئيل كله چې هغوي څخه پوښتنه وشي چې د صحت او تعليم څه صورتحال دے نو بيا د هغوي حقيقت رامخے ته شي، خېبرپښتونخوا كښې سركاري روغتونونو كښې څوك هم علاج كولو ته تيار نه دي،د پندۍ انسټيټيوټ آف كارډيالوجي كښې تر ټولو يات رنځوران د خېبرپښتونخوا څخه راځي،ټول جنوبي وزيرستان كښې يو ډاكټر او يوه لېډي ډاكټره ده،كه دغه ضلع مسلم ليګ (ن) له وركړې شوې وې نو مونږ به هلته كار ښودلې وې۔ ده ووئيل د صوبې په ځيني ضلعو كښې د څښلو پاكي اوبه نشته او ادعا ګاني لوې لوې كوي، ګڼ شمير پوهنتونونه داسې دي چرته چې عمله نشته،چرته چې عمله شته هلته تنخاګانو لپاره فنډز نشته، ټوله صوبه كښې 5 نه تر 17 كاله عمر لرونكي 49 لكهه ماشومان سكول څخه بهر دي۔ وفاقي وزير ووئيل تورغر، كوهستان، لوئر كوهستان او الائي پالس په شان سيمو كښې د جينكو لپاره يو كالج نشته، كوهستان كښې د اربونو روپو سكېنډلز رامخې ته شوي خو هلته د جينكو لپاره يو كالج نشته، د كوز دير په ميډيكل كالج تېمرګره څلور اربه روپۍ خرڅ شوي، سټاف بھرتي شوې ، 32 كروړه روپۍ د مياشتي تنخاګاني وركړې كيږي خو هلته د دې هر څه باوجود كالج آپريشنل نه دے۔ده ووئيل د لوبو ميدان، صحت او تعليمي سهوليات د ټولو په وړاندې دې، هغوي څخه پوښتنه وشي نو بيا ورسره ځواب نه وي نه هغوي سره څه روډ ميپ شته بيا هم د وكټري نشان جوړوي،د ترهه ګرۍ په ضد خبره نه كوي خو د ميرمنو په ضد خبري كوي، د ګورننس خراب صورتحال ټولو په وړاندې دے۔ عطاء تارړ ووئيل هلته سياسي عناصر د ترهه ګرو سره رابطي لري، تېل او منشيات سمګلنګ، د خوراك څښاك څيزونه، ټمبر او ټوبېكو مافيا سرګرم دې،هم د دغه نيټ وركس د لارې د هغوي كاروبار چليږي،دا د هغوي ناوړه او اصل مخ دے، د ترهه ګرۍ په شا دغه كسان ولاړ دي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ به د خېبر پښتونخوا حكومت څخه د صحت، تعليم بجټ، انفراسټركچر ډويلپمنټ او ميرمنو پوهنتونو او كالجونو خرڅ شوي روپو حساب غواړو۔ده ووئيل پي ټي آئي دې خپلي بزدلۍ ته پام لرنه وكړي چې د ترهګرو په ضد خبره نه كوي۔ده ووئيل چرته چې د ترهه ګرو ويره وي هلته مالي ګټي وي۔د يوې پوښتني په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې د مېرټ په بنياد لېپ ټاپ سكيم معارفي كړې دغسې چې د خېبر پښتونخوا ټېلنټ هم دې سهولت څخه محروم پاتي نشي۔ وفاقي منصوبې به وفاقي حكومت بشپړوي۔ عطاء تارړ ووئيل په قومي سلامتيا چې كوم هم بجټ خرڅ كيږي هغه په بشپړه توګه د وفاقي حكومت ذمه داري ده، صوبے په هغې كښې برخه نه اخلي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا حكومت بايد كاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ نوې فورس ودرولې وې، سيف سټي كوټلې نظام ئې جوړ ګړې وې، جديد فارنزك ليبارټري ئې جوړه كړې وې،كه ترهه ګري يۍ ختمه نه كړه نو په جرمونو خو به ئې قابو موندلې وې۔ وفاقي وزير ووئيل ټمبر، ټوبيكو، آئل او ډرګ مافيا مشران هم د هغوي ملګري دي او د هغوي په ګوند كښې موجود دي، ځكه هلته اصلاحات نه كيږي او نظام نه ښه كيږي۔ده ووئيل وفاقي حكومت خپلي آئيني او قومي ذمه وارۍ پوره كوي او د هېواد په ګټه به د اقدامات سلسله روانه ساتلې شي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل بايد صوبائي حكومت خپل ګورننس ښه كړې وې، كه د قانون سازۍ په اړه څه ډول معاونت پكار وي نو وفاقي حكومت به هره ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې په غير قانوني توګه د غرونو كټ كولو سره معدنيات راوېستلے كيږي،د لوے څښتن په خاطر دې د صوبې د قدرتي وسائلو د غلا سلسله بند كړې شي۔ ده ووئيل زما خواهش دے چې پېښور د لاهور څخه زيات بهتر شي،هلته سړكونه جوړ شي، سكولونه، روغتونونه ، كالجونه او پوهنتونونه جوړ شي۔ده وويل وفاقي حكومت به د خپل اختيارات څخه تجاوز نه كوي، هر حكومت سره د ګورنر راج آئيني آپشن وي خو په دې اړه څه ويل د وخت څخه وړاندې دي۔ده ووئيل وزيراعظم بيا بيا د خبرو اترو وړانديز كړې چې د صوبې چاري په څه ډول ښه كړې شي،چې څوك خبرو اترو ته چمتو نه دي نو مسئلې به څنګه حل شي۔ وفاقي وزير ووئيل د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه شوې چې پكښې د خېبر پښتونخوا نمائندګان هم شامل دي دغسې چې په شريكه د چارو حل راوېستلے شي۔ده ووئيل اسلام آباد د نړۍ په پاكو ښارونو كښې شميرلې كيږي،كه په څه سيمو كښې د صفايۍ مسئلې وي نو هغه به هم حل كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د ټوبيكو مافيا په ضد ايف بي آر متحرك دے، ايف بي آر بشپړه كارروائي كولو سره په غير قانوني سګرېټ فېكټرو چھاپے ووهلي،هغه سيل كړې شوې، جرمانې لګولې شوي او كسان نيولې شوي۔د يوې پوښتني په ځواب ده وويل د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد استعماليدل او هند سره د هغې ښكاره جوړه جاړه له چا څخه پټ پناه نه ده،دغه عناصر د پاكستان ګټو ته د زيان رسولو په ايجنډا عمل كوي۔ده ووئيل كه هغوي د پاكستان مقابله كولو په غلط فهمۍ كښې وي نو د لوے څښتن په فضل سره به يو ځل بيا ماتي سره مخ كړې شي،هغوي دومره طاقتت نه لري چې د پاكستان مقابله وكړي، هغوي ترهه ګر دي،ترهه ګرۍ له وده وركوي او د ترهګرو كوم رنګ نه وي، نه نسل او نه كوم ايمان۔ تحريك انصاف سره د مذاكرات په اړه ده ووئيل مذاكرات وړاندې هم شوي، پارليماني كمېټي جوړه شوې، سوال دا دے چې مذاكرات څخه تښتي څوك ؟ د قومي اسمبلۍ سپيكر ايوان كښې د مذاكراتو په اړه بيا بيا خبره كړې، وزيراعظم د كابيني په غونډه كښې ښكاره وئيلي وو ٬ مهمه خبره دا ده داسې رويه به نه شي زغملے چې ورسره د هېواد سلامتيا او پاك پوځ په ضد بيانيه جاري ساتلې كيږي،دغه طرز عمل به پريښودل وي۔ عطاء تارړ ووئيل تحريك انصاف خپلو كښې تقسيم شوي دا هم واضحه نه ده چې مذاكرات به څوك كوي،هغوي مختلف او متضاد بيانونه وركوي خو مذاكرات لپاره تر اوسه نمائنده نامزد شوے نه دے۔ وزيراعظم د مذاكراتو پېشكش كړې او بايد خبرې اترې وشي، خو حقيقت دا دے چې دغه عناصر د مذاكراتو عمل كښې سنجيده نه دې۔ وفاقي وزير وويل كله چې مونږ اپوزيشن كښې وو نو نيب د نيازي ګټھ جوړ اصلاحات ترمخه استعماليدو ځكه چې هغه وخت مرزا شهزاد اكبر د نېب معاون خصوصي وو او وزيراعظم هاؤس كښې يو سېل جوړ شوې ؤ كوم به چې دا پرېكړه كوله چې څوك به په څه ډول دننه كولې شي، مونږ سره كوم هم مشير احتساب نشته، نيب يوه آزاده اداره ده او هغه د خپل مينډيټ له مخې كار كوي۔ ده وويل وفاقي حكومت د اېف آئي اے او داخله وزارت ماتحت ادارو كښې د كېسز نوټس اخلي او د هغې پېروي هم كوي،خو د نېب مينډيټ په بشپړه توګه حكومت څخه جلا دے او خپلواكه دے۔(اے پي پي وا ض ض ٢١٠٤)











