اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن)خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې پاكستان او كشمير دواړه يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، چوهدري عبدالرزاق او د هغه د ډلي د شموليت نه پس به سماهني كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) يو ناقابل تسخير قوت جوړ شي، كله چې هند بزدلانه حمله وكړه او …
پاكستان او كشمير دواړه يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، چوهدري عبدالرزاق او د هغه د ډلي د شموليت نه پس به سماهني كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) يو مضبوط قوت جوړ شي: انجينئر امير مقام
اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن)خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې پاكستان او كشمير دواړه يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، چوهدري عبدالرزاق او د هغه د ډلي د شموليت نه پس به سماهني كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) يو ناقابل تسخير قوت جوړ شي، كله چې هند بزدلانه حمله وكړه او مونږ د كشمير جذبه او ولوله وكتله نو ډير خوشحاله شؤ، هند به دغه جذبه او ولوله چرته څخه راوړي۔ د جمعې په ورځ د مسلم ليګ (ن) آزاد جمو و كشمير شموليتي دستوري ته وينا كښې ده ووئيل زه د شهيدانو او غازيانو خاوري څخه راغليو ميلمنو ته د خپل قائد مياں نوازشريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او ټول ګوند د اړخه هركلے وايم او هغوي له مباركي وركوم،زه د آزاد كشمير قيادت ته په ښه ايونټ كولو هم مباركي وركوم۔ده ووئيل نن د شموليت څلورمه دستوره وشوه، آزاد كشمير كښې ريكارډ تعمير او پرمختګ د راجه فاروق حيدر او مسلم ليګ (ن) په دور كښې شوې، لاهور كښې نواز شريف پخپله وئيلي وو چې د ډيمانډ راتلو څخه وړاندې هغوي په اين ايف سي ايوارډ كښې شاملولې شي، كشمير كښې كه څوك تعمير و ترقي غواړي نو تير وخت د هغوي په وړاندي دے،ټول دې د مسلم ليګ (ن) ملګرتيا وكړي۔ امير مقام ووئيل زه د كشمير ډله خپله برخه ګڼم، كشمير د پاكستان او پاك پوځ سره مينه لري، راجه فاروق حيدر چې په څه ډول مړانه د پاكستان سره د ميني څرګندونه كړي هغه به عمر له ياد ساتلے شي۔په دې موقع مسلم ليګ (ن) كښې شموليت كونكې چوهدري عبدالرزاق ووئيل زما والدين او زما ورور ارواښاد رشيد هم پخوانې وزير وو،زه په باضابطه ډول نن په مسلم ليګ (ن) كښې د شامليدو اعلان كوم،ما د بيرسټر سلطان محمود سره 39 كاله سياست كړې ،نن هغه ناروغه دے لوے څښتن دے هغه له روغ صحت وركړي۔ ده ووئيل زما سره شامل شوي ټول غړي د ګوند لپاره به يو موټې كيدو سره كار كوي، په بلدياتي اليكشن كښې ځيني غلطۍ شوې وې بيا هم حلقي څخه اكثريتي سيټونو كښې مو كاميابي ترلاسه كړې وه۔











