كتاب يا د خپل ژوند حالات ليكلو كښې صدق او حقيقت پسندي زياته اهمه وي ٬ راځۍ چې تاريخ سره ديانتدار پاتې شوو: سيد يوسف رضا كيلاني

کراچۍ 09 جنوري(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د كوم هم كتاب يا د خپل ژوند حالات ليكلو كښې صدق او حقيقت پسندي بنيادي اهميت لري ولې چې دا د مصنف اخلاقي ذمه واري ده چې هغه تاريخ سره ديانتدار پاتے شي۔ د جمعې په ورځ ده د قومي اسمبلۍ غړي ډاكټر مرزا اختيار بېګ په معاشي موضوعاتو د مشتمل كتاب "معيشت او …

کراچۍ 09 جنوري(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د كوم هم كتاب يا د خپل ژوند حالات ليكلو كښې صدق او حقيقت پسندي بنيادي اهميت لري ولې چې دا د مصنف اخلاقي ذمه واري ده چې هغه تاريخ سره ديانتدار پاتے شي۔ د جمعې په ورځ ده د قومي اسمبلۍ غړي ډاكټر مرزا اختيار بېګ په معاشي موضوعاتو د مشتمل كتاب “معيشت او پارليمنټ”كراچۍ كښې د مخكتنې دستوره كښی د خاص مېلما په توګه ګډون كولو سره ووئيل چې ما د خپل كتاب”چاه يوسف سے صدا” ليكل په زندان كښې پېل كړي وو۔ ده ووئيل سفرنامه ليكل آسان وي خو خپل ژوند د تاريخ په تناظر كښې قلمبند كول د جرات ٬ تسلسل او مستقل مزاجۍ غوښتنه كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د معيشت او پارليمنټ ترمينځه تعلق ضروري دے۔ ده ووئيل په پارليماني چارو په نور ادبي كار كول وي۔ ده ډاكټر مرزا اختيار بېګ ته د كتاب په اشاعت مباركي وركولو سره دا د لوستلو وړ وګرځولو۔

مزید خبریں