اسلام آباد۔9 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د جواهراتو او قيمتي كاڼو (جېمزسټونز) څانګې اصلاحاتو او دا نړيوال غوښتنو سره هم آهنګ كولو له د قومي پالېسۍ فرېم ورك اصولي منظوري وركولو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې د جواهراتو او قيمتي كاڼو پراخا زېرمې موجود دي٬ په ترجیحی بنیادونو دې جیولاجیکل سروے سره د زېرمونو د جغرافيې او ماليت تعين وكړے شي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا …
وزیرِ اعظم شهباز شریف د جواهراتو او قيمتي كاڼو په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه د قومي پاليسۍ فريم ورك اصولي منظوري وركړه ٬ په هيواد كښې د جيمز سټونز زيرمو تخمينه 450 ارب ډالره ده٬ غونډې ته بريفنګ
اسلام آباد۔9 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د جواهراتو او قيمتي كاڼو (جېمزسټونز) څانګې اصلاحاتو او دا نړيوال غوښتنو سره هم آهنګ كولو له د قومي پالېسۍ فرېم ورك اصولي منظوري وركولو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې د جواهراتو او قيمتي كاڼو پراخا زېرمې موجود دي٬ په ترجیحی بنیادونو دې جیولاجیکل سروے سره د زېرمونو د جغرافيې او ماليت تعين وكړے شي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په هېواد كښې د جواهراتو او قيمتي كاڼو زېرمو ٬ د څانګې اصلاحاتو ٬ برآمدات زياتولو او د عصري ټېكنالوجۍ نفاذ سره اړونده د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذیر تارړ، علی پرویز ملک، وزیرِ مملکت بلال اظهر کیانی، خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته په پاكستان كښې د قيمت كاڼو د استعداد ٬ سيمه ايزې تقابلې جائزې ٬ برآمدت زياتولو له د اړينو اقداماتو او د قومي پالېسۍ فرېم ورك نافذ كولو او د ټاكلې مودې هدفونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم د روان كال په مهال په پالیسی فرېم ورک كښې په تفويض كړې شوو اقداماتو د عملدرآمد باوري كولو ، په ترجیحی بنيادونو د جيولاجيكل سروے زېرمو د جغرافیې او مالیت تعین كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې په دې كښې دې د ټولو اړوندو ادارو ٬ صوبائي حكومتونو او اسټېك هولډرز مشاورت باوري كړې شي۔ په پالېسي فرېم ورك كښې دې بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د مناسب چاپېريال برابرولو له لومړۍ ترجيح وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د روان كال په مهال دې په هېواد كښې جېم سټونز سره اړوند دوه مثالی سېنټرز آف اېکسیلېنس عملي كړې شي۔ په پاكستان كښې د جېم سټونزو د زېرمو په مقابله كښې برآمدات د نشت برابر دي۔ ده ووئيل د قاچاق مخنيوي او په قانوني توګه د برآمدات د لارې به د اربونو ډالرو زرمبادله ترلاسه كول باوري كړؤ۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د نړيوالو نوموړو كارپوهانو په مرسته دې په پالېسي فرېم ورك عملدرآمد كښې ولاړ خنډان لرې كړې شي۔وزیرِ اعظم د خزانې وزارت ته د څانګې پرمختګ لپاره د موجوده مالي وسائلو د فوري رسولو هدايت هم وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په پاكستان كښې د جواهراتو او قيمتي كاڼو پراخا زېرمې شتون لري چې محتاط تخمينه يۍ 450 ارب ډالره ده۔ په پاكستان كښې دا مهال 5 زره څخه زياتې كمپنۍ او كاروبارونه دې څانګې سره تړون لري كومې چې په پاكستان كښې د موندلې كېدونكو 30 څخه زيات قسمه قيمتي كاڼو پراسېسنګ كښې كار كوي۔ په پاكستان كښې موندلې كېدونكو قيمتي كاڼو كښې د زمرد، زبرجد، یاقوت، پکھراج او د نېلګوں زبرجد زېرې شتون لري۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د 450 ارب ډالر زېرمو په مقابله كښې د پاكستان برآمدات د كال يوازې 5.8 ملین ډالر دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د روان كال په مهال به د صنعت او تجارت وزارت پالېسي فرېم ورك لاندې د قيمتي كاڼو وېليو د چېن معيشت كښې شموليت ٬ د كاڼو په پاكستان كښی د پراسېسنګ د لارې په قيمت كښې اضافه او د عصري ټېكنالوجۍ نفاذ او د نجي څانګې تربيتي پروګرامونو سره سره د برانډ پاكستان تعارف باوري كولے شي۔ غونډې ته د پالېسي فرېم ورك نافذ كولو له د ټاكلې مودې په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔(اے پي پي وا ص ف ١٦٥٩)











