اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره ملاقات وکړو، ملاقات كښې د دواړو ډلو ترمينځه د شريكې او تزويراتي مرستې ودي په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د موسمياتي بدلون وزارت له مخې په دې موقع وفاقي وزير سفير د موسمياتي لچك او كوټلي پرمختګ په اړه د پاکستان ترجيحات څخه …
د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره ملاقات،په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالکي د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره ملاقات وکړو، ملاقات كښې د دواړو ډلو ترمينځه د شريكې او تزويراتي مرستې ودي په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د موسمياتي بدلون وزارت له مخې په دې موقع وفاقي وزير سفير د موسمياتي لچك او كوټلي پرمختګ په اړه د پاکستان ترجيحات څخه خبرولو سره د نړيوالو ماحولياتي چيلنجونو مخنيوي لپاره د نړيوالو شراکت دارو په اهميت زور راوړو۔ ده بېلو څانګو كښې پاکستان سره د سعودي عرب د پرله پسې مرستې او معاونت ستائنه وكړه۔ سعودي سفير پاکستان سره د دوه اړخيزه مرستې لا مستحکمولو عزم پخلے وكړو۔ ملاقات كښې دواړو ډلو د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكې رامخې ته كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه پخوانۍ شراکت داري به سباؤن كښې نوره هم زياتولې شي۔











