اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال وئيلي چې د اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان کېنسر رنځورانو له به وېړيا داروګان وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کېنسر رنځورانو له د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ترمخه د وېړيا داروګانو وركولو معاهدے دستوري په مهال وكړه۔ ده ووئيل دا داروګان به حکومت او داروګانو جوړونكې کمپني ’’روش‘‘ په شريكه توګه …
د اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان کينسر رنځورانو له ويړيا داروګان به وركولې شي۔ د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال
اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال وئيلي چې د اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان کېنسر رنځورانو له به وېړيا داروګان وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کېنسر رنځورانو له د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ترمخه د وېړيا داروګانو وركولو معاهدے دستوري په مهال وكړه۔ ده ووئيل دا داروګان به حکومت او داروګانو جوړونكې کمپني ’’روش‘‘ په شريكه توګه وركوي، 5 كلنه منصوبې څخه به د کېنسر ګڼ شمير رنځوران مستفيد شي۔ده ووئيل پمز روغتون كښې به د اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان وګړو له د درملنې آسانۍ وركولې شي۔ده ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې به پمز روغتون كښې د کېنسر رنځورانو له وېړيا داروګان وركولې شي چې پكښې به 70 فيصده خرڅونه کمپني دغسې پاتي 30 فيصده خرڅونه حکومت پاکستان زغمي، اولس له د معياري درملني آسانۍ وركولو ته پام لرنه كوو۔ ده ووئيل وړومبي پړاؤ كښې به تقريباً 745 رنځوران د کېنسر درملنې لپاره پمز روغتون ته راځي، د هغوي درملنې لپاره به ويړيا داروګان وركولې شي۔











