اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په پي اېس اېل كښې د 2 نوې لوبډلو شموليت سره به د ګراس روټ په كچه كركټ ته وده وركولو او د نوي ټېلنټ رامخے ته كولو كښی مرسته ترلاسه شي٬ دا خبره خوشبينه ده چې بډنګ لپاره نړيوال فرمز راوړاندې شول ٬ دې عمل سره په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شوه۔ سمندر پورې پاكستانيانو تل د …
په پي ايس ايل كښې د 2 نوې لوبډلو شموليت سره به په ګراس ليول كركټ ته وده وركولو او نوے ټيلنټ رامخے ته كولو كښې مرسته ترلاسه شي: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په پي اېس اېل كښې د 2 نوې لوبډلو شموليت سره به د ګراس روټ په كچه كركټ ته وده وركولو او د نوي ټېلنټ رامخے ته كولو كښی مرسته ترلاسه شي٬ دا خبره خوشبينه ده چې بډنګ لپاره نړيوال فرمز راوړاندې شول ٬ دې عمل سره په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شوه۔ سمندر پورې پاكستانيانو تل د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره پاكستان سپر ليګ كښې د 2 نوې لوبډلو د بډنګ ګټونكو فرمز نمائندګانو ملاقات وكړو۔ په نمائندګانو كښې د سيالكوټ لوبډلې ترلاسه كوونكي فرم “او-زېډ ډوېلپر” حمزہ مجید او د حېدر آباد لوبډلې ترلاسه كوونكي فرم ’’اېف کے اېس‘‘فواد سرور شامل و۔ په ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی او د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ موجود و۔ وزیراعظم د سيالكوټ او حېدرآباد لوبډلو نمائندګانو له مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د بډنګ په كامياب عمل د پي سي بي چيئرمېن سيد محسن رضا نوي او د پي سي بي مېنجمنټ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزیراعظم ووئيل د پي اېس اېل نوې لوبډلو لپاره د بولۍعمل په ټي وي نېغ په نېغه نشر كړے شو كوم چې ددې د سپېځلتيا ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل په پي اېس اېل كښې د 2 نوې لوبډلو شموليت سره به د ګراس روټ په كچه كركټ ته وده وركولو او د نوي ټېلنټ رامخے ته كولو كښی مرسته ترلاسه شي ٬ دا خبره خوشبينه ده چې بډنګ لپاره نړيوال فرمز راوړاندې شول۔ ده ووئيل دې عمل سره په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شوه۔ سمندر پورې پاكستانيانو تل د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل د پي اېس اېل نوې لوبډلو د بډنګ په عمل كښې چې څنګه ملكي او نړيوالو فرمونو خوښي ښكاره كړه دې څخه په نړيوال كچه د پي اېس اېل د مقبوليت اندازه لګېدې شي۔











