د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه ٬ د بشري قاچاق او بهكاري مافيا په ضد د كرك ډاؤن امر ٬ په ايئرپورټس د سكريننګ سخت كولو هدايت

اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په غېر قانوني امېګرېشن كښې د ككړ عناصر او پېشه ور بهكاري مافيا په ضد د سختې كارروايۍ امر كولو سره وئيلي دي چې په بشري قاچاق كښې ككړ عناصر د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اېف آئي اے …

اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په غېر قانوني امېګرېشن كښې د ككړ عناصر او پېشه ور بهكاري مافيا په ضد د سختې كارروايۍ امر كولو سره وئيلي دي چې په بشري قاچاق كښې ككړ عناصر د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اېف آئي اے امېګرېشن ونګ د كاركردګۍ او د بشري قاچاق مخنييوي لپاره د روان مهم تفصيلي جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې وفاقي داخله سېكرټري ٬ ډي جي اېف آئي اے او د كراچۍ او لاهور ډائرېكټرز په شمول اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير په غېر قانوني امېګرېشن كښې د ككړ مافيا په ضد د بې پرې او سختې كارروايۍ روانې ساتلو احكامات جاري كړل۔ په غونډه كښې بهر هېوادونو ته د تلونكو پېشه ور سوالګرو او د دوئي سرپرستي كوونكو په ضد د فعاله كارروايۍ كولو پرېكړه وكړه۔ وفاقي وزير په امېګرېشن قوانين د فعاله عملدرآمد باوري كولو هدايت وكړو۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې د امېګرېشن نظام كښې دې شفافيت او بهتري راوستلو له ټول ضروري ګامونه پورته كړې شي دغسې چې د غېر قانوني فعاليتونو بشپړه مخنيوې وكړې شي۔

مزید خبریں