وزیراعظم په بلوچستان كښې د قومي سترې لارې N-25 او 5 دانش سكولونو د بنياد تيګه كېښوده٬ د بلوچستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے٬ بلوچستان د نورو صوبو برابر ليدل غواړو: شهباز شريف

کوئټه ۔8جنوری(اے پی پی) وزیراعظم په بلوچستان كښې د قومي سترې لارې N-25 او 5 دانش سكولونو د بنياد تيګه كېښودلو سره وئيلي دي چې د بلوچستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے٬ بلوچستان د نورو صوبو برابر ليدل غواړو٬ د صوبې پرمختګ لباره به ټول ممكنه وسائل وړاندې كوو٬ د ترهګرۍ په شاه د فتنة الهندوستان لاس دے٬ پاك پوځ په مئي كښې دښمن ته ماتې وركړه۔ په سوئيلي بلوچستان …

کوئټه ۔8جنوری(اے پی پی) وزیراعظم په بلوچستان كښې د قومي سترې لارې N-25 او 5 دانش سكولونو د بنياد تيګه كېښودلو سره وئيلي دي چې د بلوچستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے٬ بلوچستان د نورو صوبو برابر ليدل غواړو٬ د صوبې پرمختګ لباره به ټول ممكنه وسائل وړاندې كوو٬ د ترهګرۍ په شاه د فتنة الهندوستان لاس دے٬ پاك پوځ په مئي كښې دښمن ته ماتې وركړه۔ په سوئيلي بلوچستان كښې به هم دانش سكولونه جوړولې شي٬ د هېواد ذهينو زده كوونكو ته لېپ ټاپ په مېرټ وركولې شي٬ زلمو لپاره په سكيمونو كښې د بلوچستان 10 فيصده كوټه اېښودلې شوې ده٬ د روان كال په مهال به سېلاب ځپليو لپاره 57 زره كورونه بشپړ كړې شسي۔ سېلاب ځپليو لپاره نړيوال بنك د 112 اربه روپو ګرانټ راكړے دے٬ د كچھي كېنال منصوبې بشپړ كېدل د بلوچستان زرعي پرمختګ لپاره ضروري دي٬ كه د پرمختګ په زغل كښې يو بل په ګډه مخ په وړاندې لاړ شوو نو باكسان به خپل له لاسه وركړې مقام ترلاسه كړي۔ ده دددې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ دلته دسترې لارې N-25، آواران جھلجھائو روډ او د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د دانش سكولونو د بنياد تيګه اېښودو او پرانستې او په بلوچستان كښې د كال 2022 سېلاب ځپليو ته د كورونو سرټيفكېټس او چېكس وركولو دستورو ته خطاب كولو۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ سپيكر اياز صادق ٬ ګورنر جفعر خان مندوخېل ٬ وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ ده ووئيل بلوچستان د هېواد هغه صوبه ده په كوم كښې چې غيور بلوچ ٬ پښتانه او نور قومونه ژوند كوي۔ بلوچستان لويه صوبه ده ٬ سړكونه ٬ تعليم ٬ روغتيا او نورې آسانۍ د بلوچستان د اولس حق دے۔ ده ووئيل نن مونږ د پاكستان اېكسپړېس وے د بنياد تيګه كېښوده۔ ده ووئيل په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې يو وارې بيا ترهګرۍ سر پورته كړې دې۔ دښمن زمونږ عزائمو ته كله هم ماتې وركولې نه شي۔ ده ووئيل په مئي كښې په معركه حق كښې زمونږ مېړنو ځواكونو د هېواد په ضد ناوړه عزائم لرونكو ته ماتې وركړه۔ د فیلډ مارشل سید عاصم منېر په مشرۍ كښې هندوستان ته داسې څپېړه وركړې شوې ده كومه به چې ټول عمر ياده ساتي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ به ضد جنګ كښې به زمونږ د افسرانو ٬ عام وګړو قربانۍ بې ځايه نه ځي۔ دا وينه به رنګ راوړي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قربانۍ وركوؤنكو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل وسائل محدود دي خو بياهم د دانش سكولونو شمېره به زياتولې شي۔ په سوئيلي بلوچستان كښی په چاغو او واشو كښې به دوه دانش سكولونه جوړولې شي۔ وزیراعظم ووئيل کچھی کینال منصوبه به بشپړول وي٬ دې لپاره نورو 40 اربه روپو ته اړتيا ده،په دې به مشاورت کولې شي،دې لپاره يو پلان جوړ شوې دے،راروانو څو اوونو كښې به په دې كوټلي پريكړه كولو سره د بلوچستان اولس له ډالۍ وركولې شي۔وزیراعظم ووئيل تير كال هم يو لاك ليپ ټاپ زدكونكو له په ميرټ وركړې شوي ؤ، سږ كال به هم ليپ ټاپ وركولې شي٬زه چې كله د پنجاب وزیر اعلی وم هغه وخت هم ما په دې كښې د بلوچستان برخه كړې وه ، لیپ ټاپ سکیم ،تعلیمی وظائف، ایجوکیشن انډونمنټ فنډ كښې د بلوچستان زدكونكو برخه 10 فيصده ده او دا د بلوچستان د اولس حق دے ،په چا احسان نه دے،په دغه ټول مهال مونږ 6 لكهه لیپ ټاپ وركړي دي،ځوانان زمونږ د آبادۍ 60 فيصده برخه ده،هغوي له به مونږ جدید علوم، لیپ ټاپ او تعلیمی وظائف وركول باوري كوو او غير ملکی یونیورسټیو ته به هم لېږلې شي دغسې چې د قائد اعظم خواب پوره شي۔وزیراعظم ووئيل كال 2022 ء كښې طوفانی بارانونو او سېلاب له امله هېواد ته لوئ زيان شوے ؤ،بلوچستان سېلاب ځپليو لپاره به سږ كال 57 زره كورونه بشپړه شي ، دويم پړاؤ كښې به هم كورونه جوړولې شي،په مجموعی توګه به 98 زره كورونه جوړولې شي،سېلاب ځپليو لپاره نړيوال بانك 112 اربه روپۍ ګرانټ وركړې كوم به چې ځپليو له وركولې شي۔ده ووئيل بلوچستان لپاره سولر ټیوب ویلز منصوبه جوړه شوي وه،په هغې وفاق 50 اربه روپۍ وركړې وي،د بلوچستان وزیر اعلیٰ بشپړه كار كوي، مونږ غواړو چې ایماندارۍ او دیانتدارۍ سره روپۍ خرڅ شي دغسې چې بلوچستان د نورو صوبو سره برابر شي۔ وزیراعظم وويل اوس وخت راغلې چې په ګډه د پرمختګ په زغل كښې مخ په وړاندې لاړ شو،په ګډه به مخ په وړاندې ځو نو پاكستان به خپل زوړ مقام ترلاسه كړي۔دې څخه وړاندې وزیراعظم ته د قومی شاهراہ N-25، اوآران جھلجھائو روډ او صوبے په بېلو سيمو كښې د دانش سکولونو منصوبو په اړه بریفنګ وركړې شو۔ این 25 منصوبے په اړه ووئيل شول چې دا 810 کلومیټره اوږد سړك دے او يو ټنل دے ،تر دسمبر 2027ء به دغه منصوبه بشپړ شي۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې په منصوبو دې د كار په مهال ښه معیار باوري كړې شي،په دې كښې به څه بے غوري نه شي زغملے،منصوبه بايد د ټاكلے شوي وخت څخه وړندې بشپړ شي۔وفاقی وزیر مواصلات عبدالعلیم خان ووئيل این ایچ اے لپاره نن يوه تاريخي ورځ ده، وفاقی حکومت هڅه كوي چې هېواد كښې رابطے ښه كړې شي،بلوچستان كښې په عامو منصوبو كار روان دے او پاکستان ایکسپریس وے لوي اهميت لري،وفاقی حکومت دې منصوبے لپاره خصوصی فنډز وركړې دې، بلوچستان پرمختګ به رابطے سره ممكن شي،این ایچ اے خپل 40 فیصده كار په بلوچستان كښې كوي،بلوچستان لپاره په فنډز وركولو مونږ د وزیراعظم مننه كوو،این 25 منصوبه به د بلوچستان اولس لپاره حقیقی معنو كښې ګيم چینجر ثابت شي ۔ ده ووئيل د آواران جھلجھائو بیلا روډ منصوبه بشپړه شوي،د مواصلات وزارت خپل آمدن وخت سره سره زياتوي ،تر 30 جون 2024ء زمونږ 68 اربه روپۍ ریونیو وه كومه چې تر 30 جون 2025ء مونږ 109 ارب روپو ته رسولي۔د منصوبو بشپپړولو كښې د سکیورټی ادارو او ټولو ډلو مننه كوو۔د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی ووئيل بلوچستان كښې د پرمختيائي منصوبو بشپړولو كښې د وزیراعظم په خصوصی خوښۍ لرلو مننه كوو،د حکومت بلوچستان د اړخه باور وركوم چې زموڼږ د اړخه به هر ډول مرسته كولې شي،د ټول هېواد اولس د بلوچستان سره مينه لري،د پاکستان ایکسپریس وے منصوبے د بنياد نيګي اېښودلو دستوره كښې د وزیراعظم شرکت زمونږ لپاره د وياړ وړ دے۔ده ووئيل زمونږ خواهش وو چې بلوچستان كښې هم دانش سکول بشپړ شي ، نن د هغه سكولونو د بنياد تيګه اېښودلې شوي چرته به چې د غریبو كورنيو بچي ښه تعلیم ترلاسه كړي،دانش سکول تعلیم وده كښې مهم کردار ترسره كوي۔په دې موقع وزیراعظم سېلاب ځپليو له د كورنو سرټیفکیټس او چیکس هم وركړل۔د بلوچستان 33 ضلعو كښې 2 لکه 84 زره څخه زياتو ځپليو له بلا معاوضه كورونو وركولو سلسله روانه ده۔د منصوبے وړومبي پړاؤ كښې 97 زره كورونه جوړيږي كوم لپاره چې وفاقی حکومت د اړخه 46 اربه روپۍ بيلي شوي۔ هر مستحق كورنۍ له به 4 لکهه روپۍ د كور په سر د اقساط په صورت كښې وركولې شي دغسې خصوصی وګړو لپاره 50 زره روپۍ اضافی معاونت هم د پیکیج برخه ده۔ حکومت ميرمنو ، مشرانو وګړو او خصوصي وګړو ته په دې منصوبے كښې خاص پام لرنه كوي۔

مزید خبریں