اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) پاکستان يو ځل بيا د خپل پخواني موقف پخلي كولو سره وئيلي چې مونږ به د کشميريانو د منصفانه هلو ځلو غير متزلزل اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت روان ساتو۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل په 5 جنوري د پاکستان اولس د جموں و کشمير اولس سره په ګډه د خپلواكۍ حق …
پاکستان به د کشميري اولس د منصفانه هلو ځلو غير متزلزل اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت روان ساتي:د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي اوونيز پريس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) پاکستان يو ځل بيا د خپل پخواني موقف پخلي كولو سره وئيلي چې مونږ به د کشميريانو د منصفانه هلو ځلو غير متزلزل اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت روان ساتو۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل په 5 جنوري د پاکستان اولس د جموں و کشمير اولس سره په ګډه د خپلواكۍ حق ورځ لمانځلي ده۔ده ووئيل دغه ورځ په 1949ء كښې د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد ياد تازه كوي كوم كښې چې د کشميريانو د خپلواكۍ حق منلے شوے ؤ او دا چې دوئي دې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د يو آزاد او منصفانه استصواب رائے د لارې د خپل سباؤن پرېكړه وكړي۔ وياند ووئيل کشميريان د تېرو 7 لسيززو راهسې د هند د اړخه د دې ناقابل تنسيخ حق څخه محروم ساتلې شوي دي۔ ده ووئيل په جموں و کشمير د هند پرله پسې غير قانوني قبضه زمونږ حل طلب شخړو كښې يوه ده۔ وياند ووئيل د جموں و کشمير اولس د منظم جبر، د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو او د بنيادي حقونو او وقار څخه د انکار ښكار دي۔ده ووئيل هند د کشميريانو حقيقي مشرتابه غلې كول غواړي۔ ده ووئيل د سياسي نظربند کشميريانو شميره پرله پسې زياتيږي دغسې قابض چارواكو مقبوضه سيمه كښې په 16 سياسي تنظيمونو بنديز لګولې، د بے ګناه کشميريانو پروفائلنګ، ځورونه، ګرفتارۍ او تش په نوم ”کارډن اينډ سرچ“ آپريشنز مقبوضه سيمو كښې معمول جوړ شوې۔ د خارجه دفتر وياند وويل ګڼ شمير کشميري لارښود او د سول سوسائټۍ غړي د زندانونو تكليفونو سره مخ دي۔ مسرت عالم، شبير احمد شاه، آسيه اندرابي، ډاکټر قاسم فکتو، ايډووکيټ عبدالقيوم، فهميده صوفي او نور لارښود د څو كلونو راهسې زندان كښې دي۔ ياسين ملك تشې د نامې يوې عدالتي کارروائي نه پس سزا كړے شوے دغسې خرم پرويز او خبريال عرفان معراج د هند قابض چارواكو انتقامي کارروائيو له امله تر اوسه زندان كښې دے۔ طاهر حسين اندرابي ووئيل په 5 اګست 2019ء د هند غير قانوني او يو اړخيزه اقدامات د هند غير قانوني قبضه د آبادياتي بدلون د لارې قوي كولو هڅه ده۔ ه ووئيل د دې اقداماتو مقصد کشميريان په خپل هېواد كښې يو بے اختيار او محروم ورورولۍ كښې بدلول دي۔ وياند ووئيل جمو و کشمير كښې د لسيزو راهسې ګڼ شمير قربانيو سره کشميريان د خپل جائز خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هلو ځلو كښې ثابت قدم دي۔ده ووئيل پاکستان د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د هغوي د منصفانه ستړو غير متزلزل اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت جاري ساتلو عزم تكراروي۔










