کوئټه۔ 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ترهګرۍ ختمولو ٬ د بلوچستان په پرمختګ او قومي يووالي زور راوړلو سره وئيلي دي چې بلوچستان په جغرافیائی توګه د پاكستان تر ټولو لويه صوبه ده ٬ دې صوبې ته په پيښو امنيتي ٬ معاشي او پرمختيائي چيلنجونو قابو موندلو له به وفاق او صوبې له په ګډه كار كول وي٬ د پاك پوځ او امنيتي ادارو د قربانيو …
بلوچستان ته په پيښو امنيتي ٬ معاشي او پرمختيائي چيلنجونو قابو موندلو له به په ګډه كار كوو: د وزيراعظم شهباز شريف سياسي لارښودو سره خبرې
کوئټه۔ 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ترهګرۍ ختمولو ٬ د بلوچستان په پرمختګ او قومي يووالي زور راوړلو سره وئيلي دي چې بلوچستان په جغرافیائی توګه د پاكستان تر ټولو لويه صوبه ده ٬ دې صوبې ته په پيښو امنيتي ٬ معاشي او پرمختيائي چيلنجونو قابو موندلو له به وفاق او صوبې له په ګډه كار كول وي٬ د پاك پوځ او امنيتي ادارو د قربانيو له امله د هېواد دفاع مضبوطه شوې ده ٬ اېن اېف سی ایوارډ، لويو پرمختيائي منصوبو ٬ دانش سكولونو او زرعي اصلاحاتو سره بلوچستان د پرمختګ په چوكاټ كښې شاملولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كوئټه كښې سياسي لارښودو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د بلوچستان ګورنر شېخ جعفرخان مندوخېل، وزیراعلی میر سرفراز احمد بګټي ، د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق ،نائب وزیراعظم اسحاق ډار ، د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر ، وفاقی وزيران احسن اقبال ،عبدالعلیم خان ، د وزیراعظم سلاكار رلانا ثنا اے خان ، په بلوچستان اسمبلبۍ كښې د مخالف ډلې مشر میر یونس عزیز زهری ٬ د بلوچستان صوبائي وزيران میر سلیم کھوسه، میرشعیب نوشیروانی، میر ظهور احمد بلیدی، صوبائی سلاكار نوابزادہ زرین مګسی، د اسمبلۍ غړي٬ د سياسي ګوندونو مشران او نور اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف وزيراعلی مير سرفراز بكټي ٬ د صوبائي كابينې غړو او سياسي مشرتابه له مباركي وركولو سره ووئيل چې د ټولو ستونزو او چېلنجونو باوجود موجوده صوبائي حكومت د بلوچستان د اولس خذمت كښې مصروف دے او دا عمل خوشبين دے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په څير بلوچستان هم ترهګرۍ زيات ځپلې دې بياهم د ترهګرۍ نوغې ويستلو لپاره د پاك پوځ قربانۍ د هېرولو نه دي۔ ده ووئيل د پاك پوځ ٬ پوليس ٬ اېف سي ٬ رېنجرز ٬ لېويز او عامو وګړو قربانۍ به په زرينو ټكو ليكلې شي۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج په ضد جنګ روان دے او د بده مرغه ځينې ګاونډي هېوادونه د ترهګرو ملاتړ كوي كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل د پاك پوځ عزم دے چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به ورته آرام رانشي۔ وزیراعظم ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او پاك پوځ پروفېشنلزم سره د ترهګرۍ په ضد د روان جنګ مشري كوي۔ په 6 مئی 2025 چې د پاكستان فعاله مشرتابه هند ته كوم سبق وښودلو هغه به تاريخ كښې ياد ساتلے شي۔ وزیراعظم ووئيل په كال 2010 كښې د اېن اېف سي ايوارډ په وخت د بلوچستان وزيراعلی نواب اېم اسلم رئيساني ؤ٬ په دې زمونږ څو غونډې شوي دي۔ ده ووئيل بلوچستان د پاكستان يوه لويه سيمه ده٬ پنجاب خپلې برخې څخه د كال 11 اربه روپۍ بلوچستان له وركړې دي۔ په دې زه خوشحاله ي۔ دا اېن اېف سي ايوارډ تېرو 16 كلونو څخه نافذ العمل دے۔ وزیراعظم د كوئټه كراچي سترې لارې د بنياد تيګه كېښودله٬ دا به يو بهترين سړك وي چې ورسره به ترافيكي پېښو كښې كمې رامخې ته شي۔ وزیراعظم ووئيل په بلوچستان كښې په يو وخت كښې 5 دانش سكولونه جوړولې شي۔ ده ووئيل نوازشریف تل د بلوچستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې په زړه پورې خوښي ښكاره كړې ده او وفاق سره په ګډه به د پرمختګ او سوكالۍ سفر په مخ په وړاندې كولے شي۔ ده ووئيل زه په دې هم زيات خوشحاله يم چې زرعی ټیوب ویلونه سولر ته منتقل كړې شوي دي۔ ده ووئيل په كال 2022ء كښې د سېلاب په بلوچستان كښې تباهي وشوه نو وفاقي حكومت نړيوال بنك څخه د 400 ملین نډالرز فنډز ترلاسه كړل كوم چې د صوبې په بحالۍ مصرف كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د چېلنجونو مقابله كولو له به ټولو سټېك هولډرز له يو ځاې ناسته كولو سره د ګډې لائحه خپلول وي۔











