اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د بنګله دېش، انډونيزيا، ملائيشيا، مصر او ميانمار خارجه وزيرانو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي سره يۍ د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د اسياﺀ او منځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې كړې۔ ده ووئيل نائب …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بنګله ديش، انډونيزيا، ملائيشيا، مصر او ميانمار خارجه وزيرانو سره ټيليفوني خبري ، په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه: د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د بنګله دېش، انډونيزيا، ملائيشيا، مصر او ميانمار خارجه وزيرانو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي سره يۍ د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د اسياﺀ او منځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې كړې۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بنګله دېش خارجه چارو سلاحكار توحيد حسين سره ټيلي فوني خبرو كښې د دوه اړخيزه اړيكو او د اسياﺀ او منځني ختيز اوسني پيش رفت جاج واخست۔ وياند ووئيل د ملائيشيا خارجه وزير ابن حاجي حسن سره خبرو كښې نائب وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو د موجوده صورتحال جاج اخستو سره سره په اسياﺀ او منځني ختيز كښې د بدل شوي سيمه ايز صورتحال پشمول په اوسني پيش رفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو اړخونو د پرله پسې مشاورت په اهميت زور راوړو او په ټولو كچه رابطه ساتلو ته سلا شول۔ وياند وويل په 6 جنوري نائب وزيراعظم د ميانمار خارجه وزير يو تھان سوے سره ټيلي فوني خبري وكړې او د دوه اړخيزه اړيكو د موجوده كچې جاج يۍ واخستلو۔ ده ووئيل د انډونيزيا خارجه وزير سوګيونو سره خبرو كښې نائب وزيراعظم په پاکستان-انډونيزيا اړيكو ، صوماليه كښې په شوې پيش رفت او غزه كښې د اوږدې مودې امن لپاره په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وياند ووئيل د مصر خارجه وزير بدر احمد عبدالعاطي سره خبرو كښې نائب وزيراعظم د موجوده سيمه ايز صورتحال جاج اخستلې او د شريكې خوښي په ټولو څانګو كښې يۍ دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولو او د دواړو هېوادونو په ګټه رابطې روانو ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔











