اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزيرِ جام کمال خان وئيلي دي د تيرو درېو كلونو په مهال د پاکستان معيشت كښې پرله پسې ښه والے رامخي ته كيږي د كوم څخه چې د ښه ميکرو اکنامك اشارو او نجي څانګي سره د قوي رابطي څرګندونه كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ كراچۍ كښې امريکن بزنس کونسل دفتر كښې د کونسل سره غونډي …
پاکستاني معيشت كښې پرله پسې ښه والے راغلے د كوم څخه چې د ښه ميکرو اکنامك اشارو او نجي څانګي سره د قوي رابطي څرګندونه كيږي۔د تجارت وزيرِ جام کمال خان
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزيرِ جام کمال خان وئيلي دي د تيرو درېو كلونو په مهال د پاکستان معيشت كښې پرله پسې ښه والے رامخي ته كيږي د كوم څخه چې د ښه ميکرو اکنامك اشارو او نجي څانګي سره د قوي رابطي څرګندونه كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ كراچۍ كښې امريکن بزنس کونسل دفتر كښې د کونسل سره غونډي نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔د تجارت وزير ووئيل د معاشي بحالۍ عمل روان دے او نن صورتحال د درې كاله وړاندې څخه ډير ښه دے۔ده ووئيل پاکستان دا مهال د نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) پروګرام برخه دے چې له مخې يې حکومت ته نظم و ضبط جوړول او مشکل پريكړې كول دي۔ جام کمال خان ووئيل اوسنو كښې د پاکستان معاشي اشارو كښې په مجموعي توګه ښه والے راغلے۔ده ووئيل شرحِ سود 22.5 فيصد څخه په كمېدو 10.5 فيصد ته راغلے دغسې ګراني 38 فيصد څخه سنګل ډيجټس ته راغلي،د زرمبادله پانګي زياتي شوي او د سټاك مارکيټ کارکردګي هم ښه كيږي۔د تجارت وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف او د هغه ټوله ډله نجي څانګي سره پرله پسې رابطه كښې ده۔











