آئيني عدالت جوړول د پارليمان د داشن لرونكې قانون سازۍ څرګندونه ده۔د قانون و انصاف وفاقي وزير

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د 27 م آئيني ترميم بنيادي مقصد د آئيني عدالت جوړول دي چې د لارې يې څلورو واړو صوبو له مناسب او متوازن نمائندګي وركول دي او د وفاق د پېښو پخوانو محروميو خاتمه ممکن كول دي۔ده د زيارت په ورځ سپريم کورټ بار كښې د ايډووکيټ طلعت عباس د کتاب مخ …

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د 27 م آئيني ترميم بنيادي مقصد د آئيني عدالت جوړول دي چې د لارې يې څلورو واړو صوبو له مناسب او متوازن نمائندګي وركول دي او د وفاق د پېښو پخوانو محروميو خاتمه ممکن كول دي۔ده د زيارت په ورځ سپريم کورټ بار كښې د ايډووکيټ طلعت عباس د کتاب مخ كتني دستوري كښې د خاص ميلمه په حيث وينا كوله۔د سپريم کورټ بار روم كښې دستوره كښې صدر سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن هارون الرشيد پشمول نامتو وكيلان، د بار لارښود او قانوني پوهانو ګډون كولو۔ وفاقي وزير ووئيل 27 م آئيني ترميم د سياسي چارټر برخه جوړه شوے ؤ او هغه وخت ټولو سياسي ګوندونو دغه ترميم منلے ؤ دغسې د بار ايسوسي ايشنز د اړخه هم د آئيني عدالت جوړولو پرله پسې غوښتنه كېدله ۔اعظم نذير تارړ ووئيل پخوا په سپريم کورټ كښې د څلورو برخو نمائندګي د تناسب له مخې نه وه،چې له امله ئې اعتراضات پيدا شوې وو،دغسې د آئيني عدالت جوړولو نه پس دغه ګيله هم ختمه شوه او سباؤن كښې به په كومي مخصوص صوبه يا ججز د جانبدارۍ تورونه نه لګي ۔ده ووئيل آئيني عدالت يو منفرد او قوي فورم دے،كوم چې د پارليمان د دانش لرونكې قانون سازۍ څرګندونه ده او تاريخ به دغه اقدام د يوې لوې پريكړې په توګه ياد ساتي۔په دې موقع ايډووکيټ طلعت عباس د قانون وزير اعظم نذير تارړ، صدر سپريم کورټ بار او د وكيلانو مننې كولو سره ووئيل وفاقي وزير د خپلو مصروفيات نه وخت راكړو او دستوره كښې يې ګډون وكړو كومه چې زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده۔

مزید خبریں