بیجنګ۔8 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بيجنګ پبلك سكيورټي پاسپورټ بېورو او اېګزټ انټري اېډمنسټرېشن بېورو دور وكړه٬ بېورو ته په رسېدو ډي جي سن يو د كورنيو چارو وزير تود هركلے وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د بېورو د بېلو برخو مشاهده وكړه او د چين د پاسپورټ جوړولو او د امېګرېشن عصري نظام جاج يۍ واغست۔ په بريفنګ كښې ووئيل …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بيجنګ پبلك سكيورټي پاسپورټ بيورو دوره ٬ د چينائي اميګريشن سسټم معائنه
بیجنګ۔8 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بيجنګ پبلك سكيورټي پاسپورټ بېورو او اېګزټ انټري اېډمنسټرېشن بېورو دور وكړه٬ بېورو ته په رسېدو ډي جي سن يو د كورنيو چارو وزير تود هركلے وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د بېورو د بېلو برخو مشاهده وكړه او د چين د پاسپورټ جوړولو او د امېګرېشن عصري نظام جاج يۍ واغست۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول په چين كښې د”ون ونډو” آسانۍ لاندې د پاسپورټ او امېګرېشن عمل زيات تندۍ سره ترسره كيږي۔ آن لائن درخواست څخه وروستو په 24 ساعته كښې پاسپورټ وركړے كېږي٬ د اولس آسانۍ لپاره بېورو 7 ورځې او 24 ساعته فعاله پاتې كيږي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د چین د انټری اېګزټ نظام افادیت او سرعت ستائېلو سره ووئيل په پاكستان كښې هم د پاسپورټ او امېګرېشن نظام عصري ٬ تند او فول پروف جوړوو۔ ده ووئيل د جعل سازۍ ختمولو له به په پاكستاني پاسپورت كښې نوې سېكورټي فيچرز معارفي كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان انټري اېګزت كنټرول سسټم د بيجنګ ماډل په څير په عصري بنيادونو اډانه لري۔ په دوره كښې وفاقي سېكرټري خرم آغا، ډي جي نېشنل پولیس اکېډمی ادریس، ډي جي نېشنل سائبر کرائمز انوېسټی ګېشن ایجنسي سید خرم علي ، آئي جي اسلام آباد پولیس علي ناصر رضوي او چیف کمشنر اسلام آباد علي رندھاوا هم موجود وو كومو چې چينائي چارواكو سره په تكنيكي مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔











