لاهور۔ 8 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او سري لنكا كركټ ډلو تر مينځه په دريو مېچونو د مشتمل ټو ڼونټي نړيوال سېريز دويم مېچ سبا د جمعې په ورځ كودمبولا كښې كېږي۔ قامي ډلې ته په سېريز كښې د كوربنې ډلې خلاف د 0۔1 بريا تر لاسه ده۔ دريم او وروستے ټي ټوئنټي مېچ به په 11 جنورۍ مودمبولا كښې كېږي ۔ مېچ به د مقامي وخت تر …
د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دويم ټي 20 مېچ د جمعې په ورځ كېږي

مزید خبریں
لاهور۔ 8 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او سري لنكا كركټ ډلو تر مينځه په دريو مېچونو د مشتمل ټو ڼونټي نړيوال سېريز دويم مېچ سبا د جمعې په ورځ كودمبولا كښې كېږي۔ قامي ډلې ته په سېريز كښې د كوربنې ډلې خلاف د 0۔1 بريا تر لاسه ده۔ دريم او وروستے ټي ټوئنټي مېچ به په 11 جنورۍ مودمبولا كښې كېږي ۔ مېچ به د مقامي وخت تر مخه 7 بجې ماښام پېل كېږي ۔ دواړو ډلو د سيالۍ لپاره ښه چمتوالے نيولے دے ٬ د قامي ډلې ټول د ورلډ كپ مېچونه به په سري لنكا كښې كېږي ۔ د سېريز يو مهم مقصد قامي سېلېكشن كمېټۍ ته د ورلډ كپ لپاره 15 كسيز سكواډ ټاكلو له مرسته تر لاسه كېدل ده۔ د شمېرو تر مخه پاكستان د سري لنكا خلاف په اوسنو 6 ټي ټونټي مېچونو كښې په 4 كښې برے تر لاسه كړے دے۔ د پاكستان 15 كسيز سكواډ كښې سلمان علي آغا ٠كپتان) عبداصمد ٬ ابرار احمد٬ فهيم اشرف٬ فخر زمان ٬ خواجه نافے ٬ نواز ٬ سلمان ٬ مرزا وسيم جونئير ٬ نسيم شاه ٬ ساحبزاده فرحان ٬ وسيم ايوب ٬ سشاداب خان ٬ عثمان خان ٬ اوة عثمان طارق شامل دي۔










