اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د فارچون 500 چینایي كمپنۍ شیامن سي اېنډ ډي له استازو سره ولیدل، چې په ترڅ کښې یې كمپنۍ په پاکستان کښې په لویه کچه سرمايه كارۍ ته لېوالتیا وښودله۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې په ملاقات كښې د اېكسپورټ پروسېسنګ زون اتھارټي (اي پي زېډ اے) …
د هارون اختر خان د فارچون 500 چینائي کمپنۍ شیامن سی اينډ ډی استازو سره ملاقات
اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د فارچون 500 چینایي كمپنۍ شیامن سي اېنډ ډي له استازو سره ولیدل، چې په ترڅ کښې یې كمپنۍ په پاکستان کښې په لویه کچه سرمايه كارۍ ته لېوالتیا وښودله۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې په ملاقات كښې د اېكسپورټ پروسېسنګ زون اتھارټي (اي پي زېډ اے) چيئرمېن فریدون اکرم شیخ او د اي پي زېډ اے د بورډ غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې شیامن سي اینډ ډي د پاکستان د موټرو، فولادو او اوسپنې په سېكټرو كښې سرمايه كارۍ كښې ډېره خوښي ولرله۔ هارون اختر خان ووئیل شیامن سي اېنډ ډي یوه نړيواله كمپني ده كومه چې د نړیوال سپلائي چېن ٬ سټيل ٬ معدنيات او نړيوال تجارت په شمول تجارت او لاجسټكس څانګو كښې ځانګړے مقام لري۔ په حكومتي ترجيحات رڼا اچولو سره خاص مرستيال ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د چين له دورې څخه وروستو په پاكستان چينائي سرمايه كاري زياته شوې ده۔ هارون اختر باور وركړو چې چيني سرمايه كارو سره به بشپړه مرسته كولې شي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان حكومت به شامن سي اېنډ ډي سره په ګډه په هېواد كښې د سرمايه كارۍ موقعو ته وده وركړي۔ ده ووئيل د شامن سي اېنډ ډي پاكستان ته راتللو سره به د روزګار نوې موقعې رامخې ته شي٬ د صنعت پرمختګ به وده ومومي او د هېواد معاشي او صنعتي بنياد به لا مضبوط شي۔











