د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه،د پاکستان په كوربتوب كښې د ميرمنو په اړه د او آئي سي 9م وزارتي کنفرنس د چمتو والي نيولو جاج واخستلے شو

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان په كوربتوب كښې د ميرمنو په اړه كيدونكي د او آئي سي 9م وزارتي کنفرنس چمتو والي نيولو په اړه د جوړي كمېټۍ غونډي مشري وكړه۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې نائب وزيراعظم اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې انتظامي چارو ، لاجسټکس او موضوعاتي نشستونو …

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان په كوربتوب كښې د ميرمنو په اړه كيدونكي د او آئي سي 9م وزارتي کنفرنس چمتو والي نيولو په اړه د جوړي كمېټۍ غونډي مشري وكړه۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې نائب وزيراعظم اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې انتظامي چارو ، لاجسټکس او موضوعاتي نشستونو له حتمي شکل وركړي او دا خبره باوري كړي چې ټولو اړوند وزارتونه او د او آئي سي سيکرټريټ ترمينځه نزدې رابطه او همغږي برقرار اوساتي۔ده ووئيل راروان کنفرنس د ميرمنو د حقونو ودې او سماجي، معاشي او سياسي څانګو كښې د هغوي كردار قوي كولو له د پاکستان د كلك عزم عكاسي ده۔په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري،د كابينې سيکرټري،د بشري حقونو سيکرټري او نورو اړوندو څانګو سيکرټريز پشمول د اړوندو وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں