اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پنجاب پخواني وزيراعليٰ مياں منظور وټو په مړينه لاس نيوي له د هغه كور ته لاړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د ارواښد كورنۍ سره غمرازي كولو سره د مياں منظور وټو بخښني لپاره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پنجاب پخواني وزيراعلی مياں منظور وټو په مړينه لاس نيوي له د هغه كور ته لاړو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پنجاب پخواني وزيراعليٰ مياں منظور وټو په مړينه لاس نيوي له د هغه كور ته لاړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د ارواښد كورنۍ سره غمرازي كولو سره د مياں منظور وټو بخښني لپاره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني کورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ده ووئيل د مياں منظور وټو سياسي، سماجي او عوامي خدمات به عمر له ياد ساتلې شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پنجاب وزيراعليٰ په حيث مياں منظور وټو د قدروړ خدمات ترسره كړي، صوبائي اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ او انتظامي چارو په اړه هغه پراخه تجربه لرله چې له امله يې هغه اولسي ګټه كښې كردار ترسره كړے۔ده ووئيل مياں منظور وټو يو زيرك سياستمدار ؤ او اولس كښې يې نوم لرلو ؤ ۔ د سېنېټ چيئرمېن د ارواښاد لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه۔










