د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بيجنګ كښې د چين خپل همڅنګ سره ملاقات ، په دوه اړخيزه اړيكو،د تره هګرۍ مخنيوي په شريكو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه

بيجنګ 07 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شورو په ورځ بيجنګ كښې چين د كورنيو چارو وزير وانګ ژاو هونګ سره ملاقات کړے دے ۔ د چين د پبلك سکيورټي وزارت هيډ کوارټر ته په رسيدو د كورنيو چارو وزير وانګ ژاو هونګ د پلاوي سره د پاکستاني همڅنګ محسن نقوي تود هركلے وكړو۔درې نيم ساعته اوږد ملاقات كښې د پاك چين په …

بيجنګ 07 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شورو په ورځ بيجنګ كښې چين د كورنيو چارو وزير وانګ ژاو هونګ سره ملاقات کړے دے ۔ د چين د پبلك سکيورټي وزارت هيډ کوارټر ته په رسيدو د كورنيو چارو وزير وانګ ژاو هونګ د پلاوي سره د پاکستاني همڅنګ محسن نقوي تود هركلے وكړو۔درې نيم ساعته اوږد ملاقات كښې د پاك چين په دوه اړخيزه اړيكو، د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه په شريكو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ترهه ګرۍ مخنيوي،پوليس ټريننګ ايکسچينج پروګرام او شريكې ګتې په څانګو كښې د كار په اشتراك زياتولو خبري وشوي۔ملاقات كښې د شريك ورکنګ ګروپ هر 3 مياشتي پس ميټنګ ته صلاح يوه شوه دغسې د كورنيو چارو وزيرانو په كچه هر كال يو ځل به ملاقات كولې شي۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه مرستي ودي لپاره کوآرډينيشن ښه كولو په حاجت زور راوړو۔د چين د كورنيو چارو وزير د چين وګړو او منصوبو حفاظت په اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه او د كورنيو چارو وزير محسن نقوي او د هغه د ډلي مننه يثې وكړه۔د چين د كورنيو چارو وزير د ترهه ګرۍ مخنيوي او داخلي سکيورټي په اړه د پاکستان هڅي وستائېلي۔د چين د كورنيو چارو وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان قربانيو ته د قدر په سترګه ګورو۔دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ او جرائمو په ضد شريك او سمدستي ردعمل نظام لا مؤثره كولو ته اتفاق وكړو او د پوليس استعداد زياتولو له يې د ټريننګ ايکسچينج پروګرام دائره کار زياتولو ته هم اتفاق وكړو۔ ملاقات كښې د اسلام آباد او بيجنګ سسټر سټيز په چارو هم خبرې وشوي۔دواړو وزيرانو ترمينځه پوليس او د سکيورټي اهلکارو تربيې او پيشه وره صلاحيتونو زياتولولپاره د شريكي تګلاري ته اتفاق راغلو ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د تربيې د لارې د دواړو هېوادونو پوليس او ادارو ترمينځه تجربو او د معلومات تبادلې په باوري كولو زور راوړو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي خپل هم منصب د چائينز سکيورټي لپاره اقدامات څخه خبر كړو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د چين وګړي او د شريكې ګټې منصوبو تحفظ ته پام لرنه كوو، چائينز سکيورټي لپاره په هره كچه قوي اقدامات شوي،چائينز سکيورټي لپاره اسلام آباد كښې خصوصي پروټيکشن يونټ جوړوو،سائبر کرائمز مخنيوي لپاره د چين د مرستي هركلے كوو۔ ده ووئېل د نېشنل سائبر کرائمز انوسټي ګيشن ايجنسۍ د كار استعداد زياتولو لپاره د چين ادارو د معاونت څخه استفاده کول غواړو،د ترهه ګرۍ مخنيوي او سکيورټي چيلنجونو مخنيوي لپاره د چين اے آئي بيسډ ټيکنالوجي څخه ډيره مرسته ترلاسه كيدې شي،پاکستان او چين ترمينځه كوټلي همكاري تل پاتي رشته ده، ده ووئېل سکيورټي چيلنجونو مخنيوي او د شريكې ګټې تحفظ لپاره كوټلي مرسته لا زياتول غواړو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د چين همڅنګ له د پاکستان دورې بلنه وركړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه د چين صدر او وزيراعظم لپاره د نيكو هيلو پيغام وروسولو۔د چين د كورنيو چارو وزير د پاکستان خپل همڅنګ محسن نقوي له په ستمبر كښې چين كښې كيدونكي ګلوبل سکيورټي كواپرېشن فورم كښې د ګډون بلنه وركړه۔د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري خرم آغا، چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي، ډي جي نېشنل پوليس اکيډمي محمد ادريس، ډي جي نيشنل سائبر کرائمز انوسټي ګيشن ايجنسي سيد خرم علي، چيف کمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا او د آئي جي اسلام آباد پوليس علي ناصر رضوي هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں